دغه دوه ليکوالان وايي، د چاپ په برخه کې د بېلابېلو ستونزو له کبله ډير ليکوالان نه غواړي چې خپل علمي اثار چاپ کړي.
اسدالله نور: «په ارزګان کې دغې برخې ته هېڅ ډول پام او کار نه دی شوي. دلته د څېړنې په برخه کې ستونزې شته، ځکه موږ څېړنه ټوله له انترنېټ څخه کوو.»
نورالله حقمل: «دلته کتاب خاني او انترنېټي ويبپاڼې باید د استادانو په واک کې ورکړل شي، تر څو د چاپ زمينه یې برابره شي.»
ليکوالان او ټولنپوهان وايي، په لومړي ځل په ارزګان کې د علمي چاپ شوو کتابونو مخ کتنه د ستايني وړ ده.
د پوهنتون استاد پوهنيارحيات الله څاراو فعال احمد جاويد خپلواک وايي:
حيات الله څار:
«دا به د ارزګان د ولس لپاره يو پیل کوي، تاسو به شاهدان وئ چې دغه لړۍ به د ارزګان ليکوالان نور هم وساتي.»
احمد جاوېد خپلواک: «دا لومړی ځل و چې په ارزګان کې د کتاب د مخ کتنې غونډه وه، دا زما او د ټول ارزګانيانو لپاره د ویاړ ځای دی.»
د ارزګان د اطلاعات کلتور رياست هم په لومړي ځل د علمي اثارو چاپ د علم په برخه کې د پام وړ ګام ياده وي.
د اطلاعاتو او کلتور ریيس قاري اغاولي قريشي وايي، تر خپلې وسي پورې به هڅه وکړي چې په دغه ولايت کې د اثارو د چاپ په برخه کې د ليکوالانو ستونزې تر مرکز ورسوي.»
قاري اغاولي قريشي:
«د دغو ليکوالانو ډېره مننه چې د ليکنې په برخه کې یې کار کړی او کتابونه يې چاپ کړي. که نور ليکوالان په هره برخه کې ستونزه لري، موږ ډاډ ورکوو چې د دوی ستونزو د حل لپاره به يو لاره پيدا کوو.»
د مسولينو په خبره، هڅه به وکړي چې نور ليکوالان هم تشويق کړي، ترڅو خپل عملي اثار چاپ کړي.