ads

متقي: د دوحې غونډې په اړه دې وضاحت ورکړل شي

د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو څخه د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

شېرشاه عزیزي
15 سلواغه 1402
متقي: د دوحې غونډې په اړه دې وضاحت ورکړل شي

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼه لیکلي، د یاد وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د يوناما له مشرې «روزا اتنبایوا» او مل پلاوي سره په کتنه کې د وروستيو ډيپلوماتيکو پرمختګونو، د دوحې راتلونکې ناستې، د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سنيرلي اوغلو پر راپور او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
سرچینه زیاتوي چې امیرخان متقي د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د زياتو وضاحتونو غوښتنه کړې او زياته یې کړه چې د وضاحتونو په رڼا کې به اسلامي امارت د پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.
د يوناما مشرې هم په دې کتنه کې د دوحې د ناستې په اړه معلومات وړاندې کړي او په ياده ناسته کې يې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د دوحې غونډه د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه او ۱۹ مه نېټه تر سره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA