ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې له هرو پنځو تنو یو په خپل ژوند کې له سرطان ناروغۍ سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان پر ایکسپاڼه لیکلي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کاله به د نفوس د زیاتېدو، د تنباکو د زیات مصرف، چاغوالي او ککړې هوا له امله سرطان ناروغي د ۲۰۲۲ میلادي کال په پرتله ۷۷ فیصده زیاته شي.
اسلامي امارت په ۲۰۲۲ کال کې ویلي وو چې د سرطان ناروغۍ ۲۳ زره پېښې له دوی سره ثبت دي او ویلي یې وو چې د دې ناروغۍ له امله ۱۶ زره کسان مړه شوي دي.