ads

د روسیې له خوا د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه

روسیې په سوریه او عراق کې د امریکا د هوايي بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

شېرشاه عزیزي
15 سلواغه 1402
د روسیې له خوا د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه

په ملګرو ملتوو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال «دمیتري پولینسکي» پرون ویلي چې پر سوریې او عراق د امریکا د بریدونو له کبله سولې او خوندیتوب ته د ورپېښ ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې بیړنۍ غونډه وکړي.
امریکا وړمه شپه په عراق او سوریه کې په لسګونو هغه سیمې بمبارد کړې چې د دوی په وینا، ایران پلوه وسله وال په کې مېشت وو.
دغه بریدونه د تېرې اوونۍ د هغه برید په ځواب کې وشول چې په اردن کې پر امریکایي ځواکونو شوي وو او درې امریکایي عسکر پکې وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA