ads

ایران یو ځل بیا د حقابې غوښتنه کړې

ایران یو ځل بیا ویلي چې د هلمند سیند د اوبو له حق څخه د مناسبې ګټې اخیستنې لپاره له قانوني لارو چارو کار اخلي.

شېرشاه عزیزي
15 سلواغه 1402
ایران یو ځل بیا د حقابې غوښتنه کړې

د ایران تسنیم خبري آژانس د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر «علي اکبر محرابیان» له قوله لیکلي چې د ۱۳۵۱ کال تړون یوه نړیواله معاهده ده چې عملي کول یې اختیاري نه دي.
نوموړي ویلي، تهران د دغه تړون د عملي کېدو موضوع څاري او په وینا یې، ایران ته د اسلامي امارت یوه پلاوي د خپل سفر پر مهال د دغه تړون د عملي کولو ژمنه کړې ده.
اسلامي امارت تل ویلي، له ایران سره د ۱۳۵۱ کال د معاهدې په اړه ژمن دی، خو په وینا یې چې د دغو اوبو سطحه د وچکالیو له کبله ټیټه شوې او په افغانستان کې هم کافي استفاده نه ورڅخه کېږي.
افغانستان او ایران د هلمند سېند د اوبو د حق پر سر په ۱۳۵۱ کال یوه هوکړه لاس‌لیک کړه چې پر بنسټ یې، ایران حق لري چې هر کال له هلمند سینده ۸۵۰ میلیونه مټرمکعب اوبه ترلاسه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA