ads

په هلمند پوهنتون کې لس پروژې پیل شوې

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په هلمند پوهنتون کې د ۶۰میلیونه افغانیو په لګښت د۱۰پروژو چارې پیل کړې.

حضرت محمد روحاني
14 سلواغه 1402
په هلمند پوهنتون کې لس پروژې پیل شوې

د دغو پروژو د پیل په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم ویلي چې اسلامي امارت د عملي برخې ودې او پرمختګ ته پاملرنه زیاته کړې او په هلمند کې به دې ته ورته نورې پروژې هم پیل شي.
«موږ له تاسو سره ژمنه کوو، څنګه چې د هېواد نورو پوهنتونو ته پاملرنه کېږي، هلمند پوهنتون ته به هم زیاته پاملرنه وشي. دا لس پروژې دي چې ځیني ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.»
ندیم همدغه راز زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې دغه ولایت ته د دیني تخصصاتو لپاره امتیاز ورکړل شوی او تمه ده چې د ورکړل شوي تشکیل پر مټ به یې عملي چارې په راتلونکي کال کې پیل شي.
«هلمند هغه ولایت دی چې د تخصصاتو یوه دیني جامعه منظوره شوې، همدا نن به یي د د ودانۍ هغه رغنیزې چارې پیل شي او تشکیل سلسل یې یې هم نن روانېږي.»
په همدې وخت کې د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرسیتال ډاکټر سمیع الله سعید په خپلو خبرو کې وویل چې په هلمند پوهنتون کې د ۶۰میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰پروژې پیل شوې چې لګښت یې له کورنۍ بودجې ورکول کېږي.
«یادو پروژو کې د سړکونو هوارکارۍ، پیادورونو، ګلدانونو، د انجنیرۍ او کرنې پو هنځیو لپاره لا براتواري توکو پېرل، ۳۰ کیلواټه سولري برېښنا، د ساختمانونو ترمیمیاتو، د څیړنیزو مرکزونو تجهیز، کمپیوټر لب، د کتابتون تجهیز او ځینې نورې پروژې شاملې د.»
په یاده پرانسته غونډه کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي هم وویل، که څه هم په تېرو شلو کلونو کې د هېواد لپاره په میلیونونه ډالر راتلل، خو په بیارغونه کې ونه لګول شول.
«اوس وخت راسېدلي، تر څو د هېواد په عملي فرهنکي او ګڼورو برخو کار وکړو.»
تر دې وړاندې د هېواد په نورو پوهنتونونو کې هم د بیارغوونې چارې پیل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA