ads

د امریکا د کونسلي چارو پیلېدو ته غبرګون

اسلامي امارت وایي، له نړۍ سره یې د ډیپلوماټیکو اړیکو پیلولو لپاره ټولې هغه دروازې پرانیستې چې کولای شي بیرته په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

تاج ولي غورځنګ
14 سلواغه 1402
د امریکا د کونسلي چارو پیلېدو ته غبرګون

د اسلامي امارت چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې یو شمېر رسنۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته نږدې یو سند لاس په لاس کوي چې ښیي دغه هېواد غواړي په افغانستان کې د کونسلګرۍ په کچه ډیپلوماټیکې چارې پیل کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد کلید ته وویل، د افغانستان حکومت چمتو دی چې د نړۍ هر هېواد ته په کابل کې د سفارت او کونسلګرۍ پرانیستلو ټول امکانات برابر کړي.
«اسلامي امارت هر ډول چمتوالی لري، که کوم هېواد غواړي سفارت پرانیزي او یا کوم هېواد غواړي چې خپله کونسلګري پرانیزي. اسلامي امارت ستونزه نه لري او غواړي چې امنیت تامین او شرایط ورته برابر کړي. افغانستان اوس امن دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه سند کې له اسلامي امارت سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار شوی دی.
په دغه سټراټيژیک سند کې راغلي:
«تر هغه چې امریکا طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني، موږ باید اغېزناکې اړیکې جوړې کړو چې زموږ اهدافو ته وده ورکړي او له موږ سره د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره د طالبانو چمتووالي او وړتیا په اړه زموږ پوهاوی زیات کړي.»
بلخوا د چارو شنونکي بیا پر اسلامي امارت غږ کوي چې له نړۍ سره د مثبتو اړیکو د غځولو لپاره ټول هغه ګامونه پورته کړي چې نړۍ او په کور دننه یې ولس غواړي.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی احمدخان اندړ له امریکا او نورو هېوادونو سره مثبتې اړیکې د اسلامي امارت او د ټولو افغانانو لپاره ګټورې بولي.
«له امریکا سره باید موږ اړېکې ښې کړو، ځکه ټولو افغانانو او اسلامي امارت ته په ګټه تمامېدلای شي. افغانستان یو داسې جغرافیه لري چې موږ نړۍ او نړۍ موږ ته اړتیا لري.»
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر اغا بیا وایي، موږ باید ځینې داسې ګامونه پورته کړو چې نړۍ له موږ سره سیاسي تعامل ته را وړاندې شي.
«اړتیا لېدل کېږي چې څومره زموږ وس کېږي، نړیوال په خپلو کړنو را جلب کړو، ترڅو دوی په افغانستان کې له افغانانو سره تعامل وکړي او دلته خپل سفارتونه پرانیزي.»
د یادولو وړ ده چې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته دغه هېواد په کابل کې د خپل سفارت چارې او کارمندان د قطر هېواد پایتخت دوحې ته لېږدولي دي.
دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تېره اوونۍ د چین جمهور رییس شي جین پینګ په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیر اسدالله بلال کریمي باور لیک منلی وو.
هغه مهال د امریکا حکومت له چین څخه غوښتي وو چې په دې اړه خپل شرطونه څرګند کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA