د امریکا د وسله والو ځواکونو له مرکزي قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هوایي ځواکونو یې په سوریه او عراق کې هغه مرکزونه ویشتلي دي چې ایران پلوه وسلهوال په کې اوسېدل.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې تېره اونۍ د سوریې پولې ته څېرمه په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې امریکایي عسکر ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
د امریکا جمهور رییس جو بایډن ویلي وو چې د دغو بریدونو غچ به اخلي او پرون یې خپلو وسله والو ځواکونو ته د بریدونو کولو فرمان لاسلیک کړی وو.