ads

بلخ کې زرګونه لېتره الکولي مشروبات سوځول شوي

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا شاوخوا لس زره لېټره کورني او بهرني الکولي مشروبات «شراب» او ۶۵ کیلو بېلابېل ډوله نشه یي توکي د یو شمېر حکومتي چارواکو په حضور کې وسوځول شول

احمدالله ستانکزی
13 سلواغه 1402
بلخ کې زرګونه لېتره الکولي مشروبات سوځول شوي

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وایي، د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د ۲۰۹ بېلابېلو قضیو پرمهال زرګونه لېټره الکولي مشروبات، مخلوط شوي خام ممیز او لسګونه کیلو شیشه، هېرویین، ټابلېټ کا او چرس کشف او ضبط شوي، چې په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.

« د بلخ امنیه قومندانۍ د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو هغه شمېر نشه یي توکي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې کشف او ترلاسه کړي وو، د معتادینو کمپ ته څېرمه یې وسوځول. په سوځول شویو توکو کې ۱۰ زره داخلي او بهرني الکولي مشروبات، ۲۵ کیلو ګرامه شیشه، ۸ کیلو ګرامه ټابلېټ کا،۴ کیلو ګرامه هېرویین او ۲۸ کیلو ګرامه نور کیمیاوي مواد شامل دي»

ورته مهال د بلخ امنیه قومندان ملا عبدالرازق راشد د نشه یي توکو پلورونکو او قاچاق کوونکو ته ویلي چې له دې ناوړه کار لاس واخلي؛ ترڅو ټولنه له دې زهري توکو څخه پاکه او په امان شي.

« ټولو هېوادوالو ته مو دا پیغام دی، چې نور دې له نشه یي توکو څخه لاس په سر شي، ځکه د هغوی انجام به دا وي لکه نن چې اور ورته اچول کېږي او وسوځول شول. موږ د بلخ ولسونو ته ډاد ورکوو، چې هغه کسان چې د نشه یي توکو کاروبار ترسره کوي، امنیتي ځواکونه به یې نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري»

له بلې خوا یو شمېر دیني عالمان وایي، چې د نشه یي توکو استعمال د  اسلام مبارک دین له نظره حرام عمل دی.

په بلخ کې یو تن دیني عالم محمد حسن بصري په دې اړه وایي: « په سپېځلي اسلام کې دې عمل ته حرام ویل شوي دي، اسلامي امارت چې په زرګونه لېټره او کیلو نشه یي توکي راټول کړي او له منځه یي وړي، موږ یې هرکلی کو. د نشه یي توکو د مخنیوي یوه لاره دا ده، چې ددې بنیاد او ريښه باید له منځه ولاړه شي، ترڅو ټولنه ترې په امن شي»

د بلخ امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا یاد نشه یي توکي په داسې حال کې له منځه وړل کېږي، چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم د دغه ولایت د خوړو او درملو ریاست له لوري ۲۱ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل سوځول شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA