ads

روسیې او اوکراین تېره ورځ یو د بل لسګونه بندیان سره تبادله کړي دي

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، مسکو د چهار شنبې په ورځ د اوکراین ۲۰۷ سرتیري له ۱۹۴ روسیي سرتېرو سره تبادله کړي

کامران احمدزی
12 سلواغه 1402
روسیې او اوکراین تېره ورځ یو د بل لسګونه بندیان سره تبادله کړي دي

په ورته مهال بیا د اوکراین جمهور رییس ولادمیر زیلنسکي د خپلو بندي سرتېرو د خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې خپل هر بندي سرتېری یې په یاد دی.

دا سرتیري په داسې حال کې تبادله کېږي چې تېره اوونۍ په روسیه کې هغه الوتکه ویشتل شوې وه، چې ۶۵ اوکرایني بندي سرتیري په کې سپاره وو.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د جنوري په درېیمه نېټه هم ۲۳۰ اوکرایني بندي سرتیري له  ۲۴۸ روسیي بندي سرتېرو سره تبادله شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA