ads

په بلخ کې د سیمیانو «ماچې» فابریکې فعالیت پیل کړ

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په صنعتي پارک کې د یوه ملي سوداګر له خوا د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سیمیانو یا ماچې جوړولو فابریکه جوړه شوې او نږدې سل کسانو ته یې په کې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

احمدالله ستانکزی
10 سلواغه 1402
په بلخ کې د سیمیانو «ماچې» فابریکې فعالیت پیل کړ

د یادې کارخونې مسوول مجتبی حیدری وایي، په ۲۴ ساعتونو کې کارخونه د زر ټنه سیمیانو د تولید، پروسس او بسته بندۍ ظرفیت لري او محصولات یې د ښه کیفیت له پلوه یو شمېر بهر هېوادونو ته هم صادریږي.
«موږ تېر کال کې هم خپل محصولات له خپلې فابریکې نه بهر ته صادر کړي. د ورځې زر ټنه تولید لرو او په تېرو دوو میاشتو کې مو دوه زره کیلو ګرامه سیمیان بهر ته صادر کړي دي»
سیمیان یو ډول وچه مېوه ده، چې زیاتره وخت له چای سره خوړل کېږي او د اختر په ورځو کې د بلخ د ټولو خلکو تر ټولو مشهوره مېوه ده.
د سیمیانو یا د ماچې جوړولو د تولید برخې عمومي مدیر خداداد وایي، چې د خامو توکو په برخه کې پر ځان بسیا دي او ټول مواد یې په هېواد کې دننه چمتو کېږي.
«دا سیمیان زیره، زنجبیل، هېل، تور او سره مرچ لري او دغه راز له یو شمېر نورو ښو موادو څخه په کې استفاده کوو»
بلخوا یو شمېر کسانو ته چې په دغه کارخونه کې د کار زمینه برابره شوې خوښ دي او د هېواد له نورو ملي سوداګرو څخه غواړي، چې په کور دننه دې پانګونه وکړي؛ ترڅو نور ځوانان بهر ملکونو ته د کار لپاره ولاړ نه شي.
د سیمیانو په کارخونه کې یو تن کاریګر حسین په دې اړه وایي:« له هغو سوداګرو، چې په بهر کې دي غوښتنه کوو، چې په هېواد کې دې دننه پانګونه وکړي؛ تر څو زموږ ځوانان د کار لپاره بهر هېوادونو ته لاړ نه شي»
دغه راز د مزارشريف ښار یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه ډول تولیدي کارخونو په جوړېدو خوښي څرګندوي او له سوداګرو د شوې پانګونې هرکلى کوي.
د یاد ښار یو تن اوسېدونکی الله محمد په دې اړه وایي: « موږ خوشحاله یو، چې فابریکې جوړې شي یا ښار او یا هیواد جوړ شي»
د مالوماتو پر بنسټ؛ په بلخ ولایت کې دا مهال شاوخوا ۱۷۰۰ وړې او لویې فابریکې فعالې دي او ډېر ژر به په یاد ولایت کې د درېیم صنعتي ښارګوټي په جوړېدو سره لسګونه نورې تولیدي فابریکې هم جوړې او زرګونه ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA