ads

هغه مېرمنې چې نورو ته یې هم کاري زمینه برابره کړې

پر هېواد د اسلامي امارت تر بیا واکمنۍ وروسته ډېری ښځو او نجونو سوداګرۍ او صنعت ته مخه کړې او د دولت له لوري هم هغوی ته په دې برخه کې د کار کړلو زمینه برابره شوې ده.

فرشته خرمي
8 سلواغه 1402
هغه مېرمنې چې نورو ته یې هم کاري زمینه برابره کړې

ارویا رضايي له شاوخوا دوو کلونو راهیسې (رضایي برنډ) جوړ کړی، چې د پېرېدونکو له غوښتنو سره سم په کې په لاس جوړې شوې جامې، دسمالونه او نور توکي پلورل کېږي.
دا وایي، دغه کاروبار یې نه یوازې د ځان، بلکې د نورو مېرمنو لپاره هم برابر کړی چې اوسمهال ورسره لس ښځې په کار بوختې دي، چې جوړ کړي توکي یې نه یوازې په کور دننه ګرم بازار لري، بلکې ځینې وختونه بهر ته هم غوښتل کېږي.
هغه له دولت څخه غوښتنه کوي چې سوداګرو ښځو ته د سوداګرۍ او بازارموندنې په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي:
« موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې هغو مېرمنو ته چې په هره برخه کې سوداګري او تولیدات لري، د پرمختګ زمینه برابره کړي او د تولیداتو لپاره یې بازار رامنځته کړي ترڅو خپل تولیدات وپېري.»
حسنا روفي هم بله سوداګره ده چې له یو کال راهیسې په کابل ښار کې د (راه دانش) په نامه د جامو جوړولو برنډ لري.
حسنا وايي، دوی دلته هر ډول افغاني جامې جوړوي چې په هېواد کې د ننه او بهر پېرېدونکي لري او زیاتوي چې له دوی سره په دې کارخونه کې د ښوونځي زده کوونکې، محصلانې او هغه مېرمنې په کار بوختې دي چې د کور سرپرستي ور پغاړه ده چې شمېر یې ۱۳تنو ته رسېږي.
«اوس په دغه کارخونه کې زده کوونکې، محصلانې، فارغې او داسې مېرمنې کار کوي چې د کورنۍ سرپرست یې له لاسه ورکړی، چې ۱۳ تنې دي او نورې کاراموزانې دي چې په بېلابېلو برخو کې زده کړه ورکول کيږي.»
هغه له مسوولینو، ملي سوداګرو او خصوصي سکټور څخه غوښتنه کوي چې توکو ته یې د بازار موندنې په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
عایشه او شریفه چې په دې کارخونه کې په دندو بوختې دي وايي، له دې لارې خپل ژوند مخ ته بیايي او ښځو ته د کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي.
عایشه په دې اړه وايي:
«موږ د خامک دوزۍ او ګل دوزۍ فرمایشونه ترلاسه کو او هغه بیا جوړ وو چې په عایدو یې ژوند مخ ته بیایو. موږ غواړو ترڅو ښځو ته کاري زمینې ډېرې شي.»
شریفه هم وايي:
«زه د خیاطۍ زده کړې کوم، د کور سرپرسته یم او څلور ماشومان لرم. شپږ میاشتې کیږي چې دلته کار کوم، دلته موږ هر ډول افغاني کالي جوړو. زه له همدې لارې خپلې اړتیاووې پوره کوم او له هیله لرم چې دولت دې برخې ته ډېر پام وکړي. »
د ښځو د حقونو فعاله منصوره واثق هم وايي، د دغو ښځو ملاتړ او د بازار موندنې په برخه کې دې ورسره مرسته وشي:
«زه فکر کوم چې د دغه کار او میرمنو حمایت واقعا حیاتي دي، له دوی باید ملاتړ وشي، اګر که شمېر یې کم هم وي. د باراز موندنې په برخه کې باید ورته ډېر پام وشي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، ښځینه سوداګرې او متشبثې کولای شي د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او په نورو برخو کې پانګونه او په هر نندارتون کې ګډون وکړي.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، ښځې کولای شي د نارینه‌وو په شان په اسانۍ او له لګښت پرته د فعالیت جواز ترلاسه کړي.
«په نندارتونونو کې د ښځو د صنایعو او محصولاتو لپاره ځانګړی ځای ټاکل شوی، ترڅو دوی وکولای شي خپلو حاصلاتو ته ښه بازار موندنه وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښځو لپاره یوه ویبپاڼه یا انلاین پلورنځی په پام کې لري، ترڅو په نږدې راتلونکې کې خپل تجارت له دې لارې مخ ته بوځي.»
جواد زیاتوي، په ١٤٠١ لمریز کال کې یې ښځو ته شاوخوا ٢٨٠ جوازونه وېشلي او په ١٤٠٢لمریز کال کې د جدي مياشتې تر پايه ١٨١ کاري جوازونه وېشل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA