ads

په جوزجان کې د اته کلنې دوښمنۍ پای

په هېواد کې د روغې او جوړې په لړ کې دا ځل د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په چهارجفت سیمه کې د ځایي قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوه کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه.

احمدالله ستانکزی
4 سلواغه 1402
په جوزجان کې د اته کلنې دوښمنۍ پای

د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رییس مولوي غلام نبي صمیم وایي، اته کاله وړاندې په ایران هېواد کې د عبدالواحد په نوم یو ځوان د حاجي شاه میر بای زوی سلمان د یو لړ لفظي اختلافاتو په پایله کې وژلی و او دواړو کورنیو دلته په خپله سیمه کې دښمنۍ او تربګنۍ تودې پاللې.
نوموړی زیاتوي، د دې دښمنۍ د ختمولو لپاره یې کابو یو کال هڅه کړې، چې روانه اوونۍ یې د قومي مشرانو او خپلوانو پرمټ یې وتوانېدل، چې دواړه لوري پخلاینې ته راوبولي او د جرګې له لارې دغه دښمني پای ته ورسوي.
« د دوه کورنیو ترمنځ چې کوم عداوتونه و، نن الحمدالله په دوستۍ باندې بدل شوه. د مقتول د کورنۍ لخوا نه د قاتل کورنۍ ته عفوه وشوه. په راتلونکي کې به ددوی لپاره هېڅ ستونزه نه وي او ورورګلوي یې رامنځته شوه»
له بلې خوا دواړو خواوو په یادې روغې او جوړې خوښي څرګنده کړه او له نورو خلکو یې هم وغوښتل، چې د خپل راتلونکي نسل هوساینې او رامۍ لپاره دې بدۍ او دښمنۍ نورې پرېږدي.
د مقتول د کورنۍ یو تن غړی محمد نسیم اسحاقزی وايي، د قومي مشرانو تر زياتو هلو ځلو وروسته حاجي شاه میر بای، چې زوی یې وژل شوی و، د عبدالواحد کورنۍ ته یې بښنه وکړه او په کلونو ځنډیدلې دوستي یې بېرته پیل کړه.
« دا قاتل مو نه قصاص کړ او نه مو هم ترې نغدي پيسې واخیستلې او نه مو هم غچ ترې واخیست، بلکې دوی ته مو عمومي بښنه وکړه»
بل پلو، د قاتل د کورنۍ یو تن غړی احسان الله هم د جرګې له لارې په یادې روغې جوړې خوښي څرګندوي او وایي، چې په دښمنۍ کې یو شېبه هم د ارام او سکون احساس نلرې او شپه او ورځ له مقابل لوري د ډار او حراس تمه کوي.
« د بدۍ داسې ژوند دی، چې ته به ارامه ژوند نلرې، تل په دې فکر کې وې، چې د شپې لخوا به څوک راواوړي او زیان به راورسوي. په ټوله مانا د ارامۍ احساس نشته او د خوښۍ ژوند نه تېروې»
ورته مهال یو شمېر دیني عالمانو هم د دې سوله ییز اقدام څخه ستاینه وکړه او وایي، چې په اسلام کې د مسلمانانو ترمنځ دښمني ناروا عمل دی او د شریعت د اصولو خلاف کړنه ده.
په جوزجان ولایت کې یو تن دیني عالم مولوي صدیق الله د روغې او جوړې د ارزښت په اړه داسې وایي:
« د قاتل کورنۍ چې راپورته شوې ده، د مقتول کورنۍ ته بښنه کوي، موږ دعاء کوو، چې خدای ج دې دوی ته عفوه وکړي. د اسلام له نظره یو بل ته بښنه کول د یو غوره مسلمان صفت دی»
د یادونې وړ ده، چې د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست لخوا د دیني عالمانو او د ځایي قومي مشرانو په منځګړیتوب په دې ولایت کې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د دښمنۍ پنځه لویې او وړې شخړې هوارې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA