ads

په سمنګان کې ۲۷۴ لویې او وړې پروژې پلي شوې

په سمنګان ولایت کې په تېر یوه کال کې شاخوا درې سوه لویې، متوسطې او وړې پراختیایي پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

احمدالله ستانکزی
3 سلواغه 1402
په سمنګان کې ۲۷۴ لویې او وړې پروژې پلي شوې

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې د ۴۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۷۴ پروژې پیل کړې چې ډېری یې بشپړي شوې او د پاتې نورو رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري.
د سمنګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح وایي، په دغو پراختیایي پروژو کې د لویو لارو رغول همداراز د پلچکونو، کانالونو، چکډېمونو، استنادي دېوالونو او د اوبو شبکو جوړول هغه پروژې دي چې ډېری پلي شوي دي.
د مصباح په خبره، د بشپړو شویو پروژو څخه تر دې مهاله پورې ۵۰ زره کورنۍ ګټه اخلي او له اسانتیاوو برخمنې شوې دي.
« د سمنګان ولایت د کلیو او بیارغونې ریاست په تېر یوه کال کې پر څه باندې ۴۴۵ میلیونه افغانیو موږ د ۲۷۴ پراختیایي پروژو له ډلې څخه ۲۶۳ یې ګټې اخیستنې ته سپارلي او په ۱۱ نورو یې کار روان دی. له یادو پروژو څخه ۵۰ زره کورنیو ګټه پورته کړې او په هر کې لسګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې»
په همدې حال د رغنیزو پروژو یو شمېر قراردادي شرکتونو مسوولین د خپل کار کیفیت ډاډ ورکوي او وایي، د پروژو په چارو کې ورسره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې چې په ورځني توګه ورته له ۳۰۰ نیولې تر ۴۰۰ افغانیو ورکول کېږي.
د پراختیایي پروژو دوه تنه قراردادي انجینران رحیم الله افغان او احمد زوبیر په دې اړه وایي:
« له موږ سره موسسې همکارې دي او موږ خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي، د پروژې څلور نیم کیلومټره مساحت وو او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د سړک نیمګړتیاوې هم هوارې شوې»
« له موږ سره په یوه پروژه کې ۱۳۰ کسانو ته د کار زمینه مساعد شوې او زموږ ملاتړ کوونکې د UNDP موسسه وه، چې په پراختیایي کارونو کې راسره همکاري کوله.
له بل لوري بیا له یادو پروژو برخمن شوي خلک خوښ دي چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې په پوره کېدو دي او وایي، پخوا د لویو لارو خرابوالي، اوبو نشت او د اورښتونو له کبله د سېلابونو راوتو ورته ګڼې ستونزې را ولاړې کړي وې، چې له امله یې نه شوای کولی پر وخت خپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د ایبک ښار دوه تنه اوسېدونکي اغاجان او مؤمن په اړه داسې وایي:
« موږ ډېر خوشاله یو، چې دا سړک جوړ شو پخوا دا ډېر خراب و موټر په په ژمي کې چپه کېدل. دا درې میاشتې کېږي چې دلته کار روان دی، په دې سړک باندې لس کلي تګ او راتګ کوي، چې اوس یې پلچکونه او عمومي لاره ورغول شوه»
« په ټول افغانستان کې بې وزلي ډېره ده، دا ۳۵۰ افغانۍ ښې دي هم د غریب چاره کېږي او هم د سیلابونو د راوتلو مخنیوی کوي او هم خلک ترې ژغورل کېږي، موږ له همکارو مؤسسو منندوی، یو چې موږ سره مرسته وکړه»
سمنګان د هیواد په شمال زون کې د بغلان او بلخ ولایتونو تر منځ پروت یو غرنی ولایت دی، چې پر مرکز ایبک ښار سربېره اته ولسوالۍ لري او نږدې یو میلیون وګړي پکې ژوند کوي چې ۸۰ سلنه خلک یې په ورځني ژوند کې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA