ads

په خوست کې دوې مشاعرې جوړې شوې

د خوست په تڼیو او صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې مشاعرې ترسره شوې چې د هېواد د بېلابېلو سیمو شاعرانو په ازاده توګه شعرونه، نظمونه او ترنمونه پکې اورولي.

بصیر یاد
16 مرغومی 1402
په خوست کې دوې مشاعرې جوړې شوې

په تڼیو ولسوالۍ کې د همدې سیمې د ځوان شاعر ارواښاد ثناالله جان همدرد د درېیم تلین په مناسبت ادبي ناسته شوې چې په ترڅ کې یې د ښاغلي همدرد پر ژوند او فن د خبرو ترڅنګ ازاده مشاعره هم شوې.
د دغې مشاعرې یو تن تنظیموونکی رفیع الله حیران وايي، هڅه کوي چې د ادبي ناستو پرمټ ځوانان په ادبي او فکري لحاظ روزي:
«له دې مشاعرې مو هدف دا دی چې ځوانانو ته د یووالي او اتفاق پیغام او انګېزه ورکړو. زموږ هڅه دا ده چې په ټولنه کې نور شته کادرونه په ژوندوني وستایو.»
د مشاعرې یو تن ګډونوال محمد شاه همت وايي، دغه ډول مراسم ځوانانو ته روحیه ورکوي چې دوی هم د خپلو شعرونو له لارې ټولنې ته مثبت او ګټور پیغامونه وړاندې کړي:
«دغه ډول غونډې په ځوانانو کې یو ډول روحیه پیاوړي کوي او هر ځوان کوشش کوي ترڅو یو داسې څه ټولنې ته وړاندې کړي چې، دوی هم تل داسې یاد غونډې ولري.»
بل لورته د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې هم مشاعره ترسره شوه چې، د خوست سربېره د ځینو نورو ولایتونو شاعرانو او لیکوالانوهم ګډون په کې کړی و.
د صبریو د ادبي او فرهنګي ټولنې مرستیال وحدت امان، په سیمه کې د زړه ماتو استعدادونو د بیا ژوندي کولو لپاره ادبي ناستې مهمې بولي او وايي چې، د ادب د پیاوړتیا په برخه کې هم مشاعره رغنده رول لري:
«د شعر له خوږې ژبې په استفادې موږ غواړو چې، خپل ولسونه د بیا ځل لپاره یو ځای کړو، ځوانان په خپلو کې تعارف ولري، استعدادونه مو کار ته مخه کړي ترڅو زموږ وروسته پاتې ټولنه له نورو پرمختللو ټولنو سره سیاله شي.»
خوست، چې یو وخت د ګڼو ادبي ناستو، کره کتنو او سیمینارونو کوربه و، د ځینو ادبیبانو او فرهنګیانو په وینا یې، په دې وروستیو کې دا برخه پیکه شوې؛ دوی د فرهنګپالو ځوانانو ترڅنګ د دې برخې له مسؤولو حکومتي ادارو غواړي، چې یو ځل بیا په دې سیمه کې ادبي ناستو، مشاعرو، کره کتنو او فرهنګي سیمینارونو ته پاملرنه ډېره کړي، تر څو د ځوان کهول د فرهنګي روزنې لپاره کار وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA