ads

په کندهار کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست له خوا پرون د کندهار ولایت په کچه د مطالعې فرهنګ او کتاب لوستنې د ودې په هدف د «ښه کتاب، ښه ژوند» تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

تاج محمد ساحل
11 مرغومی 1402
په کندهار کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګانی وايي، د کتابونو په دغه درې ورځني نندارتون کې زرګونه مختلف ډول کتابونه د مطالعې د بنسټیزې دودولو په هدف نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه وايي، د نندارتون په جوړولو کې یو شمېر خصوصي شرکتونو هم مرسته کړې.
«د کتاب درې ورځنی نندارتون جوړیږي زموږ هيله داده چي د کندهار او شاوخوا ولایتونو ځوانان او د کتاب مينوال به ددې کتابتون څخه ليدنه کوي او له دې لاري به د مطالعې دود را ژوندی کېږي.»
د ځوانانو له لوري د ټولنیزو انترنېټي شبکو کارول او خراب اقتصادي وضعیت، د مطالعې د کمرنګه کېدو ستر لاملونه بلل کېږي.
د دغه نندارتون یو شمېر لیدونکي وايي، د ورته ډول پروګراومونو جوړول د کتاب د مطالعې په دودولو کې اغېزمن تمامېدلای شي.
له دغه نندارتون څخه ليدنه کوونکی جانان وايي.
«موږ نور ځوانان هم بايد وهڅو چي دې نندارتون ته راسي کتاب یوازنی ښه ملګری دی او ځوانان بايد ډېر وخت په انټرنیټ او انلاین ګېمونو تېر نکړي بايد مطالعۍ ته ډېر وخت ورکړي.»
په یاد نندارتون کې کتاب پېریدونکو ته بېلا بېلې جایزې لکه (یو دانه بایسکل، دوه سوه ګیلاسونه، سل قلمان، یو سل او پنځوس کتابچې، شل دانې بستې، پنځه دانې ساعتونه، اته سوه کتابونه) هم په نظر کې نیول شوي، تر څو د کتاب سره د ځوانانو علاقه پیدا شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA