ads

د بلخ پوهنتون محصلینو قلموال کتاب چاپ شو

د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ له لوري د فارغ شویومحصلینو اړوند د قلموال په نوم د نثري هنري او ادبي لیکنو کتاب د درېیم ځل لپاره چاپ شو.

احمدالله ستانکزی
6 مرغومی 1402
د بلخ پوهنتون محصلینو قلموال کتاب چاپ شو

د یاد پوهنتون د پښتو ډيپارټمنټ د قلموال نثري کتاب لارښود استاد پوهنیارعزیزالدین يوسفزی وایي، په دغه هنري تذکره کې د زده‌ کړيالانو تخیلي لیکنې، انځورونه، پېژندګلوي او د پوهنتون د څلور کلن مزل د زده کړه ییزې دورې خاطرې لیکل شوې دي.
«موږ د هر محصل لنډه پېژنده، د دوی یو یو انځور او د دې ترڅنګ په دغه څلور کلنه دوره کې چې دوی عکسونه له ځان سره ساتلي وي او د کتاب په ځای ځای کې ځایوو. دغه کتاب د ادبي تذکرې، د دوی د پېژندګلوۍ، د دوی د آدرسونو د ټولګې، ادبي لیکونو او د پوهنتون د څلور کلنې دورې د یادګارونو د البوم په توګه باندې موږ د چاپ په ګاڼه سمباله وو. دا دی موږ خوشبختانه ددې کتاب د درېيمې ټولګې د چاپ شاهدان یو»
بلخوا د دغه کتاب چاپلړۍ د بلخ پوهنتون د ګڼ شمېر زده‌ کړيالانو له هرکلي سره مخ او د پښتو ډيپارټمنټ د استادانو د یاد نوښت ستاینه کوي.
عبدالمعصوم محبوب او سید محمد صمیم چې سږکال د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ څخه فارغ شوی او په قلموال نثري کتاب کې هنري لیکنې چاپ شوي دي. دوی وایي، چې په پوهنتون کې پر تیوري زده کړو سربېره یې د عملي زده کړو په ډګر کې قلموال کتاب د هنري، ادبي او مقاله لیکلو په برخه کې ورسره خورا مرسته کړې او له بل پلوه دوی ته دغه کتاب د یو یادګار په توګه معنوي ارزښت لري.
دوی کلید راډيو ته په دې اړه وایي:
«د دغه کتاب ګټه زموږ لپاره دا وه چې په دې وپوهېدو چې یوه لیکنه او دغه راز یو کتاب څنګه لیکل کېږي. له دې علاوه زموږ د ټولګي استعدادونه یې راته راښکاره کړل، په دې وپوهېدلو چې غوره لیکنه کولای شو. په تېره څلور کلنه دوره کې چې موږ کومه تیوري زده کړه وکړه د عملي زده کړو لپاره قلموال کتاب زموږ لپاره یوه ښه بېلګه ده»
« د ځان پېښو سربېره، په قلموال کتاب کې ډېرې ښکلې نثري او ادبي لیکنې او ترڅنګ یې انفرادي او ډله ییز انځورونه، د محصلینو ادرسونه، شمېرې او همداسې نورې پېژندګلوۍ پکې ذکر شوي، چې په ټوله کې قلموال زموږ لپاره معنوي ارزښت لري»
قلموال نثري کتاب د زده‌ کړيالانو د هنري او تخلیقي لیکنو، خاطراتو، پېژندګلویو او انځورونو هغه ټولګه ده، چې د دوی د فراغت په وروستي کال کې د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ لخوا یو ځل چاپيږي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د قلموال دوه ټوکه چاپ شوي دي خو؛ سږکال یې درېیم ټوک متفاوت چې په کې د زده‌ کړیالانو د پېژندګلوۍ برخه ورزیاته شوې، چې په تېرو ټوکونو کې یاده برخه موجود نه ‌وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA