د چارواکو په وینا، په تېرو دوو کلونو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه او هڅه شوې چې له کبله یې په هېواد کې اداري فساد د پام وړ لږ شوی دی.
په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د حکومت پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د اداري فساد مخنیوی او پر وړاندې یې جدي مبارزه وه.
هغه څه چې د اوسني حکومت چارواکي یې هم وخت ناوخت د تېر حکومت تر ټولو ستره نیمګړتیا بولي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، په ځینو ځایونو کې ښایي لږ څه فساد وي، خو په خبره یې، په لوړه کچه د فساد پر وړاندې مبارزه او مخنیوی شوی دی.
«اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه او مخنیوی کړی او نږدې صفر ته يې رسولی دی. په ځینو ځایونو کې به لږ څه فساد وي، خو په لوړه کچه د فساد مخنیوی شوی دی. په ټوله اداره کې د فساد مخنیوی شوی، که څه هم په تېر کې فساد په یو فرهنګ بدل شوی و، خو اوس یې په کلکه مخنیوی شوی دی.»
ذبیحالله مجاهد همداراز وایي چې په هېواد کې د اداري فساد له منځه وړلو سره د کرنسۍ ارزښت لوړ شوی او پر اقتصاد یې هم مخامخ مثبت اغیز کړی دی.
نوموړی زیاتوي، د هېواد امنیتي ځواکونه او قضایي بنسټونه شپهو ورځ هڅه کوي چې په هېواد کې د اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه او مخنیوی وکړي.
بلخوا د چارو یو شمېر څارونکي وایي چې په افغانستان کې د تېر په پرتله یو څه اداري فساد لږ شوی، خو په خبره یې، هغه ډول یې مخه نهده نیولې شوې لکه څنګه چې حکومتي چارواکي ډاډ ورکوي.
د چارو څارونکو په باور، د اداري فساد د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې په کوردننه دولتي سیستم له کاغذ پرانۍ څخه انلاین ډیجیټلایز خواته لاړ شي.
د پوهنتون استاد جاوید مومند په دې اړه وایي:«که موږ غواړو چې په افغانستان کې د اداري فساد مخه ونیسو، باید د داسې سیستم راوستلو هڅه وشي چې د اداري فساد مخنیوی د نویو مسایلو له لارې وشي، مثلاً له کاغذ پرانۍ څخه باید نور نوي سیستم ته ور داخل شوو چې د فساد مخه ونیول شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی شفیعالله ستومان بیا وایي، که په افغانستان کې په ټوله معنی د اداري فساد مخنیوی وشي، نو د هېواد پر اقتصاد به ډېر اغیز ولري.
«د اداري فساد مخنیوی د یو هېواد پر اقتصادي وضعیت ډېر مثبت اغیز لري. که تاسې د پرمختللو هېوادونو درجهبندي وګوری، هغه هېوادونه دي چې اداري فساد پهکې لږ یا صفر وي.»
د ډسمبر نهمه د ملګرو ملتونو سازمان لهخوا د فساد پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ نومول شوې ده.
هغه ورځ چې له یادونې يې هدف، د فساد مخنیوی او د مخنیوي د لارو چارو په اړه يې د عامه پوهاوي لوړاوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ