ads

اسلامي امارت، کډوالو ته دوه سوه زره نومرې وېشي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې دوه سوه زره نومرې د هغو راستنو شویو افغان کډوالو لپاره ځانګړې کړي، چې په هېواد کې ځمکه او د کور ځای نه لري

سمیع الله مبارز
18 لیندۍ 1402
اسلامي امارت، کډوالو ته دوه سوه زره نومرې وېشي

د کرنې سرپرست وزیر او د ځمکې د ورکړې کمېټې مشر مولوي عطاالله عمري تورخم کې د افغان کډوالو له پنډغالي څخه د لیدنې پر مهال ویلي، که دا نومرې بسنه ونه کړي، نو نورې نومورې به هم ورته وویشي.

« دوه لکه نمرې مونږ په نظر کې لرو چې راتلونکي مهاجرينو ته به توزيع کيږي، موږ پلان لرو چې د هېواد په مختلفو سیمو کې افغان کډوالو ته دوه سوه زره نومرې ووېشو، دا به هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې ځمکه نه لري، که دا نومورې بسنه ونه کړي، نو نورې هم ورته وېشو.»

د نوموړي په خبره دوی راستنېدونکو افغانانو ته د کرکیلې لپاره هم د ځمکې د ورکړې چاره منظور کړې ده.

عمري زیاتوي، راستنو شویو افغان کډوالو ته به له داوطلبۍ پرته د کرنې لپاره هم په پنځوس فیصده تخفبف سره ځمکه په اجاره ورکړي.

« هغه راستانه شوي کډوال چې غواړي د کښت لپاره ځمکې وکري، نو موږ چمتو یوو چې ځمکې ورکړو، ټولو اړوندو ریاستونو ته مو ویلي چې له مالیې پرته دوی ته ځمکه ورکړي.».

د یادو نومرو د ورکړې خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې له پاکستان څخه ډېری راستانه شوي کډوال د سرپناوو له نشت شکایت کوي.

په ورته مهال راغلي کډوال هم د حکومت دا اقدام ستايي او په خبره یې که نومرې ورکړل شي، نو د خپلو کورونو خاوندان به شي.

له پاکستان څخه راغلی کډوال جاوید وايي:« موږ د حکومت پر دغه اقدام خوښ یوو؛ خو هیله مو ده چې دا نومرې ژر  تر ژره ووېشل شي، ترڅو له کرايي کورونو څخه خلاص شو.»

د یادونې ده چې اوس مهال له پاکستان څخه څه باندې ۴۲۰ زره کډوال راستانه شوي، چې ډېری یې د کډوالو لپاره په جوړو شویو پنډغالو او ځینې نور یې بیا په کرايي کورونو کې اوسيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA