ads

ښځینه: د پاسپورټ په وېش کې توپیري چلند کېږي

یو شمېر ښځینه د پاسپورټ پر ریاست نیوکه کوي او وایي چې دوی ته یې د پاسپورټونو په اخیستلو کې هېڅ اسانتیاوې نه دي برابرې کړې او توپیري چلند کېږي.

سمینه افغان
13 لیندۍ 1402
ښځینه: د پاسپورټ په وېش کې توپیري چلند کېږي

د نادیې په نوم نجلۍ وایي چې له دوو کلونو راهیسې د پاسپورټ پر اخیستلو نه ده توانېدلې.
د دې په وینا، په انلاین ډول یې پاسپورټ ته نوم لیکنه کړې، خو په خبره یې، څومره اسانتیاوې چې نارینه وو ته برابرې شوې، ښځینه ترې بې برخې دي.
«له دوو کلونو ډېره موده کېږې چې پاسپورټ ته مې په انلاین بڼه نوم لېکنه کړې، خو تر اوسه نوبت نه دی راکړل شوی. زما د کاکا زوی او ما په یوه ورځ ثبت نام وکړ، هغه اته میاشتي کېږې چې پاسپورټ یې اخیستی، خو ماته حتا نوبت نه دی راکړل شوی.»
نیلوفر هم دوه کاله کېږې چې په انلاین بڼه یې نوم لیکنه کړې، خو تراوسه ورته نوبت نه دی رسېدلی:
«مخکي په پاسپورټ اخیستلو کې یو څه اسانیتاوي وې، خو اوس نشته. که هغه په حضوري ډول وي، یاهم په انلاین ډول، خو اوس ډېر وخت نیسې چې یو پاسپورټ ترلاسه کوې. زما غوښتنه دا ده چې د پاسپورټ په اخیستلو کې اسنتیاوې رامنځته کړي.»
د نیلوفر او نادیې غوندې ډېرې نورې نجونې او ښځې هم ورته شکایتونه لري.
د پاسپورټ ریاست مسوولین که څه هم ښځینه وو ته د پاسپورټونو د اسانتیاوو رامنځته کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو پر ایکس‌پاڼه یې د ویډیو په خپرولو سره هغه اوازې رد کړې چې ګواکي د پاسپورټ ورکړه بیا ځنډول شوې ده.
«هغه اوازې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، چې ګواکي د پاسپورټونو وېش درېدلی دی، د باور وړ نه دي، د پاسپورټونو وېش په ټول هېواد کې په عادي ډول روان دی.»
ډېره هڅه مو وکړه چې د ښځینه وو د دغو ستونزو په تړاو د پاسپورټ ریاست د مسوولینو تازه نظر واخلو، خو هغوی په دې اړه زموږ اړیکو او پیغامونو ته ځواب رانه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA