ads

په پکتیا کې مڼې ډېرې، خو بازار یې نشته

د پکتیا یو شمېر بڼوال وايي، د مڼو حاصلاتو ته یې مناسب بازار نه پیدا کېږي چې له کبله یې مڼې ذخیره کړي او دوی له تاوان سره مخ دي.

بصیر یاد
13 لیندۍ 1402
په پکتیا کې مڼې ډېرې، خو بازار یې نشته

دغه بڼوال وايي، په کور دننه هم د مڼو د خرڅلاو لپاره کافي بازار نشته او له هېواده بهر هم د حاصلاتو د لېږد په برخه کې ستونزې موجودې دي.
د احمدابا ولسوالۍ یو بڼوال روزي خان وايي، په پکتیا کې هوا بېخي سړه شوې او دوی مڼې په کورونو کې ساتلي چې ځينې یې خرابې شوې هم دي او بیې یې خورا ښکته دي:
«د خرڅلاو په برخه کې خو بازار نشته د مڼو د پلور لپاره تجاران بيخي نشته، تېر کال او هغه بل کال به لږ ګرځېدل خو سږ کال يې هېڅوک پوښتنه هم نه کوي، يو زموږ نه،‌ بلکې د اکثرو باغدارانو مڼې ځای په‌ ځای پاتې دي يعنې خارج ته نه ځي.»
د زرمت ولسوالۍ یو بل بڼوال لعل خان هم وايي، د مناسب بازار د نشت له امله یو من روغې مڼې په ۱۳۰ افغانۍ خرڅیږي چې د کروند ګرو لپاره خپل مصارف هم نه پوره کوي.
د نوموړي په خبره، د مڼو د ساتنې لپاره منظمې او پوره سړې خونې هم نه دي جوړې شوې څو حاصلات له خرابوالي په کې وساتي او له حکومت غوښتنه کوي چې د ایراني مڼو په وارداتو دې بندیز ولګوي:
«دا مڼه که له بهر نه کوم تجار نه لري او له بهر نه کوم تجار نه راځي نو د ايران مڼه خو دې له موږ بنده کړي، حداقل خپل فوځ ته دې یې واخلي، اردو ته‌ دې یې واخلي. تراوسه خو کوم تجار نشته او پلور یې نه شته دې مڼې. بيخي زيات مصرفونه موږ پرې کړي.»
بل لورته د پکتيا د ‌کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین هم د مڼو لپاره د بازار د نشتون خبره مني خو وايي، هڅه کوي چې ژر تر ژره د مڼو د خرڅلاو لپاره بازار پيدا کړي.
د ‌کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر عبدالله حليم زی وايي، سږ کال پکتيا کې شاوخوا ۵۴ زره ټنه د مڼو حاصلات ټول شوي او په دې هم کار روان دی چې، د مڼو مصرف لپاره‌ د جوس فابريکې فعالې کړي:
«موږ زیاتره کار په مارکيټ کوو ځکه د بزګرانو غوښتنه هم دا ده او موږ په پکتيا کې د مڼو زيات حاصلات هم لرو، نو موږ غواړو چې په معياري شکل سره نورې سړې خونې هم جوړې شي او بل موږ غواړو چې د جوس فابریکه برابره شي، په دې باندې هم موږ کار کوو او کړی مو دی.»
د پکتيا د ‌کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر اساس د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ميوه جاتو او سبزيجاتو د ساتنې لپاره یې د ځينو موسسو په همکارۍ شاوخوا ۳۵۴ سړې خونې جوړې کړې څو کروند ګر په کې خپل حاصلات وساتي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA