ads

په ویانا کې د حکومت د سیاسي مخالفینو ناسته

تر مسکو او تاجکستان وروسته د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مخالفین دا ځل د اتریش په ویانا کې سره راټول شوي او د دوی په خبره چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه سره خبرې اترې کوي.

شېرشاه عزیزي
13 لیندۍ 1402
په ویانا کې د حکومت د سیاسي مخالفینو ناسته

دوی وایي چې په افغانستان کې باید داسې یو حکومت رامنځته شي چې ټول افغانان په کې ونډه ولري.
خو د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې داسې غونډې په کور د ننه پر سیاسي او ټولنیز وضعیت کوم اغېز نه کوي.
د سیاسی چارو کارپوه امین الله احساس وایي، افغانان نور نه غواړي چې ازمایل شوې او ناکامې څېرې په هېواد کې واکمنان کړي:
«د جمهوریت پرمهال دوی داسې کړنې او تېروتنې وکړې چې اوس هغه سیاسي او ټولنیز موقفونه هم نه لري او په ټولنه کې د داسې اشخاصو په توګه پېژندل کېږي چې د بد بګرونډ لرونکي دي، دا ناستې د افغانستان پر اوسني سیاسي او ټولنیز وضعیت هم کوم اغېز نه لري.»
د سیاسي چارو بل شنونکی احمدخان اندړ وایي، که ځینې هېوادونه غواړي چې د اسلامي امارت د مخالفینو غونډې جوړول د فشار په توګه وکاروي، دا د حل لاره نه ده:
«که نړۍ څه غوښتنې لري، باید مخامخ له اسلامي امارت سره خبرې وکړي، داسې لوبې یوازې دا چې له ځینو هېوادونو سره د افغانستان اوسنۍ اړیکې خرابې کړي، بله هېڅ نتیجه نه لري، دغو خلکو ته چې اوس هلته غونډې کوي، د افغانستان خلک هم اجازه نه ورکوي چې راشي او دلته د افغانانو پر سر حاکمیت وکړي.»
د سیاسي چارو کارپوه احمدخان اندړ په اوسنیو حالاتو کې له اسلامي امارت څخه هم یو لړ غوښتنې لري: «له اسلامي امارت څخه مو هیله دا ده چې مخکې له دې چې نړیوال دلته پروژې جوړې کړي، داسې یو قانوني حکومت رامنځته کړي چې اساسي قانون ولري، کار اهل کار ته وسپارل شي او د نجونو ځنډول شویو زده کړو ته اجازه ورکړي، ترڅو د افغانانو او اسلامي امارت ترمنځ واټن ډېر نه شي. دا به ځینو هغو هېوادونو ته چې غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، یو ښه ځواب وي.»
د دغې غونډې په اړه مو وغوښتل چې د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.
تر دې وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي وو چې په بهر کې د ناستو او نظام ضد څرګندونو پرځای دې هغه خلک هېواد ته راشي او دلته دې مخامخ خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA