ads

په هلمند کې له قاچاق کوونکو څخه د یوه اندازه توکو نیول

د مالیې وزارت وایي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو زیات شمېر قاچاقي توکي نیولي.

شېرشاه عزیزي
13 لیندۍ 1402
په هلمند کې له قاچاق کوونکو څخه د یوه اندازه توکو نیول

د یاد وزارت پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې د ګمرکونو ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۸۱کارتنه روب، ۷۴۴۰کیلو ګرامه ګوړه، ۲۳۰۰ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۳ عرادې بې اسناده موټر او ۳۱ عرادې جاپاني هنډا موټرسایکلونه نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه توکي په داسې حال کې نیول شوي، چې قاچاق وړونکو غوښتل چې په قاچاقي لارو یې هیواد ته دننه کړي.
په دې پېښه کي نیول شوي کسان اړوندو پلټونکو ادارو او توکي د نیمروز ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA