ads

په ایران کې پر افغان کډوالو نوي بندیزونه

ایراني چارواکو ویلي چې تر دې وروسته په ایران کې مېشت افغان کډوال نه شي کولای چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې هستوګنه او کارو بار وکړي.

شېرشاه عزیزي
13 لیندۍ 1402
په ایران کې پر افغان کډوالو نوي بندیزونه

ایسنا خبري آژانس د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په حواله سره لیکلي چې د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو هستوګنه او کار روزګار منع اعلان شوی دی.
سرچینو ویلي چې په دې هکله د سږ کال له پیل راهیسې د بهرنیو وګړو د کنټرول او څار اړوند اته بېلابېلې اجرایوي کړنلارې عملي شوې دي.
ایرانۍ شرق نومې ورځپاڼې د هغو ولایتونو نومونه هم خپاره کړي چې پر افغان کډوالو دغه بندیزونه لګېدلي دي.
په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول په ایران او پاکستان کې پر افغان کډوالو محدودیتونه ډېر شوي او تر څنګ یې په زور خپل هېواد ته د ستنولو لړۍ هم چټکه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA