ads

د امریکایي چارواکو راتلونکو سفرونو ته غبرګون

له پاکستان څخه د افغان کډوالو له اجباري ایستلو سره هم مهاله پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویست په ګډون درې بېلابېل لوړپوړي امریکايي پلاوي اسلام اباد ته سفرکوي. 

شېرشاه عزیزي
13 لیندۍ 1402
د امریکایي چارواکو راتلونکو سفرونو ته غبرګون

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو ليدنو کې به د افغانستان پر وروستيو بدلونونو، د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د امريکا او پاکستان پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وشي.
بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو سفرونو په غبرګون کې ویلي چې هېڅوک دا حق نه لري چې د افغانستان په اړه له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي.
«موږ هېڅ شخص یا کوم هېواد ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان په اړه له پاکستان او امریکا سره خبرې وکړي. له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د اسلامي امارت دریځ لا دمخه اعلان شوی دی.»
خو پوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت دغه ډول څرګند دریځ ته په پام سره امریکا او پاکستان د څه په لټه کې دي؟
سیاسي شنونکی روح الله هوتک په دې اړه وایي:
«دا یو ځل بیا د افغانستان او سیمې لپاره شیطاني دسیسې جوړول دي، هغه سیمه چې د امریکا حضور ورڅخه ټول شوی دی.»
د هوتک په وینا، دا ډول وضعیت ته په کتو، اسلامي امارت ته پکار ده چې هوښیار واوسي او هغه سرې کرښې لېرې کړي چې د اسلامي امارت د نه تعامل او له نړۍ سره د اړیکو د نه ټینګېدو لامل شوې دي.
د سیاسي چارو بل شنونکی داوود خان شېراز وايي، پاکستان ته د امریکايي چارواکو د دغو سفرونو تر شا به نور اهداف تعقیب شي چې ظاهراً یې د اجنډا یوه برخه د افغان کډوالو جبري ایستل بلل شوي.
«په افغانستان کې شته امنیت امریکا او پاکستان سخت اندیښمن کړي او اوس دغه هېواد ونه هڅه کوي چې څنګه دغه وضعیت ګډوډ کړي او افغانستان یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل کړي.»
داپه داسې حال کې ده چې په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي امارت د مخالفینو له غونډو وروسته بله غونډه د اتریش په پایتخت ویانا کې د احمد مسعود او یو شمیر پخوانیو چارواکو په ګډون پیل شوه چې د شنونکو په باور د اسلامي امارت د مخالفینو پرله پسې غونډو هم پوښتنې راپورته کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA