د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په ترسره شوې لیدنه کې د فلسطین پر مسله او د افغانستان او اسلامي نړۍ پر اړیکو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د سرپرست وزیر له قوله ویل شوي چې د اسلامي هېوادونو او افغانستان تر منځ دغسې تګ راتګ به اړیکې لا پیاوړې کړې او پر غزې د اسرییلو بریدونه هم په کلکو ټکو غندل شوي دي.
راغلي پلاوي د اسلامي امارت د حکومتولۍ د پروګرامونو هرکلی کړی او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان د ملاتړ خبر ورکړی.
د اسلامي نړۍ د عالمانو یو پلاوی له تېرو څو ورځو راهیسي کابل ته راغلی او د اسلامي امارت د رییس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي، د پوهنې وزارت له سرپرست حبیب الله اغا، د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو چارواکو سره یې کتلي دي.
د دوی تر منځ په کتنو کې تر ډېره د اسلامۍ هېوادونو او افغانستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا بحثونه شوي دي.