د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» ویلي، ټاکل شوې چې دغه لوړ پوړی امریکایي پلاوی په راتلونکو څو ورځو کې اسلام اباد ته سفر وکړي.
هغې زیاته کړې چې دوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر ستونزو او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
سرچینو دا هم ویلي چې یاد امریکایي پلاوی به د هغو زرګونو افغانانو پر برخلیک خبرې وکړي چې امریکا ته د تګ لپاره په اسلام اباد کې په تمه دي.
خو بلوڅ ویلي، له څه مودې راهیسې پاکستان او امریکا په یو لړ موضوعاتو سره سلا مشورې کوي او دا سفر د همدې لړۍ یوه کړۍ ده.
د هغې په وینا، په دې پلاوي کې د کډوالو په چارو کې دامریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیټا والیس او نور مسوولین شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرې میاشتې راهیسې په زوره د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې او تر اوسه یې څه باندې څلور سوه زره افغان کډوال په زور ایستلي دي