ads

«افغانستان د اقلیم د بدلون له ناورین سره مخ دی»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې په افغانستان ۵۰ فیصده خلک د اقليمي بدلون له کبله له ناورین سره مخ شوي او باید سملاسي مرستې ورسره وشي.

شېرشاه عزیزي
13 لیندۍ 1402
«افغانستان د اقلیم د بدلون له ناورین سره مخ دی»

ملګري ملتونه وايي، افغانستان دا اوس د درېیم کال لپاره په تېرو ۳۰ کلونو کې له بې مخینې سختې وچکالۍ سره مخ دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵ يې د وچکالۍ له سخت ناورين سره مخ دي چې له پنځوس فیصده ډېر نفوس یې اغېزمن کړی.
اوچا ادارې ویلي، اقليمي بدلون افغانستان تر ټولو سخت ځپلی، په داسې حال کې چې د اقليمي بدلون په لاملونو کې تر ټولو لږ ونډه لري او یوازې د ۰.۰۸ فیصده نړیوالو شين کوریزو ګازونو مسؤول دی.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (يوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي و چې افغانستان د اقليمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې لپاره د لسو تر ټولو زيان منونکو او هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په دې برخه کې لږ چمتووالی لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یا یو اېن ډي پي مشر «سټیفن رودریګس» هم په دې اند دی چې افغانستان د اقليمي ناورین پر ژۍ دی او باید همدا اوس اقدامات وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA