ads

د کابیني په غونډه کې پر کومو موضوعاتو بحث وشو؟

په کندهار کې د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د کابینې نهمه غونډه ترسره شوه.

شېرشاه عزیزي
12 لیندۍ 1402
د کابیني په غونډه کې پر کومو موضوعاتو بحث وشو؟

د دې غونډې د ترسره کېدو او پرېکړو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د چارو د پرمختګ په هدف هره اونۍ د کابینې غونډه جوړېږي.
«د کابینې په نهمه غونډه کې پر مهمو مسایلو خبرې وشوې، د ښوونځیو او پوهنتونونو د نصاب په اړه هم خبرې وشوې، په دې هدف د جوړ شوي کمېسیون د کار پایلې واورېدل شوې او د کار د چټکتیا لپاره لازمې مشورې ورکړل شوې.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي چې دا غونډه د اسلامي امارت د مشر د حضور له کبله په کابل کې د کابینې د نورو غونډو په پرتله ډېره مهمه ده او ښايي دا غونډه د مهمو پرېکړو په هدف جوړه شوې وي، لکه د نجونو تعلیم.
سیاسي شنونکی عبدالجمیل شیراني وايي، له زده کړو د نجونو بې برخې کېدل یوه مهمه او جنجالي مسله ده، نو کېدای شي چې په دې غونډه کې پر همدې موضوع بحث شوی وي.
«دکابینې په غونډه کې د اسلامي امارت مشرانو او دیني عالمانو هم ګډون کړی دی له همدې امله زه ډاډه یم چې د نجونو د تعلیم په اړه بحث شوی دی، ځکه چې په دې اړه پریکړه د اسلامي امارت د مشر لخوا کېږي.»
سیاسي شنونکی فضل الرحمن اوریا بیا وايي، پر تعلیمي نصاب کار کول اړین دي، خو د نجونو د تعلیم په تړاو هم باید پرېکړه وشي.
نوموړی په دې اړه وايي:
«کله چې په دې مهمه غونډه کې پر نوي تحصیلي او تعلیمي نصاب خبرې کېږي، نو امکان لري چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ پر موضوع هم خبرې شوې وي.»
د کابینې په نهمه غونډه کې داسې مهال پر تعلیمي او تحصیلي نصاب خبرې کېږي چې له دوو کلونو راهیسې لا هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA