ads

د معلولینو نړیواله ورځ؛ معلولین څه غواړي؟

د ډیسمبر میاشتې درېیمه نېټه د معلولینو له نړېوالې ورځې سره برابره ده.

اسلام الدین احمدي
12 لیندۍ 1402
د معلولینو نړیواله ورځ؛ معلولین څه غواړي؟

دا ورځ په ټوله نړۍ کې له معلولینو سره د مرستې او د هغوی د لاسنیوي په هدف لمانځل کېږي. یاده ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې ډېری معلولین اوس هم له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
معلولین بیا شکایت کوي چې اوس هم له خپلو حقونو بې برخې پاتې او له سختو ستونزو سره مخ دي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې جدي رسېدنه او لاسنیوي وکړي.
د شهیداونو او معلولینو چارو وزارت مسوولین هم وایي، معلولینو ته یې په بېلا بېلو برخو کې د ژوند اسانتیاوې برابر کړې دي.
د یاد وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش په دې اړه وايي:
«یاد وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۸۰ زره معلولین ثبت او ارجسټر کړي چې له دې څخه ۱۳۰ زره یې ملکي معلولین دي. یاد وزارت د ۱۴۰۲مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې معلولینو، کونډو او یتیمانو ته ۱۰ نیم میلیارده افغانۍ میاشتني حقوق ورکړي. د یاد وزارت مسوولین ژمن دي چې له هر ډول تبعیض پرته معلولین ثبت او راجسټر کړي.»
بلخوا، په کابل کې په همدې تړاو د افغان معلولینو او اسیب پذیرو ټولنې له خوا غونډه نیول شوې وه.
د دې ټولنې مسوول محمد عارف احمدزي د معلولینو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د یوې سروې له مخې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر سره شوې، ویل شوي چې په افغانستان کې ۱۳.۹ فیصده معلولین ژوند کوي.
«د سروې له مخې، په افغانستان کې اوس د معلولینو لپاره لس زره ساده او پنځه زره برښنایې ویلچرونو ته اړتیا ده. د دې تر څنګ په ټول هېواد کې د معلولینو لپاره ۵۰ زره جوړیي امساوو او ۲۰ زره ساده امساوو ته اړتیا لرو چې باید معلولینو ته ورکړل شي.»
په کابل کې د معلولینو نړیواله ورځ داسې مهال را رسېږي چې ډېری معلولین اوس هم شکایت کوي چې حقونه یې نه دي ورکړل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA