ads

د جګړې درېدو لپاره د حماس شرطونه

د حماس ډلې مسوولینو ویلي چې د اسراییلو ټول بندیان به هغه مهال خوشي کړي چې اسراییل په فلسطین کې په بشپړه توګه جګړه ودروي.

شېرشاه عزیزي
12 لیندۍ 1402
د جګړې درېدو لپاره د حماس شرطونه

د دې ډلې د سیاسي دفتر مرستیال «صالح العاروي» رسنیو ته ویلي چې د اسراییلو مخکني او اوسني پوځي بندیان هغه مهال خوشي کوي چې جګړه بشپړه ودرول شي او د اسراییلو په زندانونو کې ټول فلسطیني بندیان خوشي شي.
نوموړي له «الجزیرې تلوېزیون» سره په یوه مرکه کې ویلي چې اسرایل دا فکر کوي چې حماس به وځپی، خو په وینا یې، پر غزه چې څومره اسراییلو ځواکونو برید کړی و، د یوه هېواد د ماتولو لپاره یې بسنه کوله.
بلخوا، اسراییلو هم منلې چې د دوی د پوځ یو قومندان د حماس ډلې له خوا وژل شوی او مړی یې له غزې تړانګې بهر غورځول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر «لوید اسټن» پر اسراییلو غږ کړی چې په غزه کې د ولسي خلکو ساتنې ته پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA