د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت ویاندې «زهرا بلوچ» په اسلاماباد کې په خبري کنفرانس کې ویلي چې دا خبرې د دوی استخبارات مخته وړي او نه غواړي چې اوسمهال په دې اړه جزیات وړاندې کړي.
بلوچ دا هم ویلي چې د دغو ډلو پر ضد باید اغېزمن او معنی لرونکي اقدام وشي او دوی باید د یادو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت د اقداماتو ثابتې پایلې وګوري.
که څه هم چې اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د پاکستان هر ډول ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپل کور کې حل کړي.