ads

کندهار کې پر کالدارو د راکړې ورکړې له کبله ۱۲۰ دوکانونه تړل شوي

د کندهار امنیه قومندانۍ په سپین بولدک کې د هغو ۱۲۰ هټۍ والو دوکانونه تړلي چې په کالدارو یې پېر او پلور کاوه

تاج محمد ساحل
10 لیندۍ 1402
کندهار کې پر کالدارو  د راکړې ورکړې له کبله ۱۲۰ دوکانونه تړل شوي

 له یادې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا هټۍ وال نیول شوي او اوس مهال یې قضیې عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

 د مسؤلینو په خبره، د افغانیو د ترویج اړوند د دوی څار روان دی او هغه کسان به نیول کېږي چې د افغانیو پر ځای پر نورو بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي.

د کندهار مسوولینو یو وار بیا په ټولو خلکو غږ کړی چې د افغانیو د ترویج لپاره هڅې زیاتې کړي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې په بشپړ ډول د بهرنیو اسعارو پر راکړې ورکړې بندیز ولګېد.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA