ads

مجاهد: د ښځو کاري ساحه نوره هم پراخېږي

د اسلامي امارت په راتګ سره هغه مېرمنې دندو ته له تګ څخه منع شوې چې په دولتي ادارو کې یې دندې درلودې.

سمینه افغان
10 لیندۍ 1402
مجاهد: د ښځو کاري ساحه نوره هم پراخېږي

که څه هم دوی ته یې معاشونه په کور ورکول کېږي، خو دوی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې تر دوو کلونو ډېره موده کېږي پر کور ناستې دي او اوس یې وخت دی چې دوی ته دندو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

هغوی همدارنګه څرګندوي چې په کور ناستي ورته بېلابېلې ناورغۍ او نورې ستونزې پیدا کړې دي.

نازنین هغه مېرمن ده چې تر دې وړاندې یې د ښځو چارو په وزارت کې دنده درلوده او له تېرو دوو کلونو راهیسې پر کور ناسته ده.

دا وایي، نوره له دغه حالته ستړې شوې او اسلامي امارت دې ژر تر ژره ټولو ښځو ته دندو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

«د ښځو چارو په وزارت کې مې د نده درلوده، خو کله چې اسلامي امارت راغی، په کور کېناستم، که څه هم معاش را کوي، خو په کور کې کېناستلو ستړې کړي یو، موږ غوښتنه کو چې موږ ته دې په حضوري ډول د کار کولو اجازه راکړل شي.»

 د حسنا په نوم بله مېرمن هم له دغه حالته سر ټکي او وایي چې نور دې دوی ته دا اجازه ورکړي چې په حضوري بڼه خپلې دندې ترسره کړي.

«په اقتصاد وزارت کې مې کار کاوه، خو اوس په کور معاش اخلم. زه له اسلامې امارت څخه غوښتنه کوم چې موږ ته دې په حضوري ډول د کار زمینه برابره کړي.

په دولتي ادارو کې د مېرمنو د دندو په تړاو مو د اسلامي امارت نظر هم واخیست.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي چې تر پخوا د ښځو کاري ساحه پراخه شوې او ډاډ ورکوي چې د پاتې مېرمنو لپاره به هم د کاري چاپېریال تر رامنځته کېدو وروسته دندو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

«هغه خویندې چې په کار بوختې دي، موږ او تاسو یې وینو چې کار کوي، د کار ساحه یې نوره هم پراخیږي. که په وزارتونو او نورو ادارو کې زمینه نه وي برابره، معاشونه یې په کور کې ورکول کېږي. دوی دې اندېښنه نه کوي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي هم ویلي وو چې اوسمهال په معارف برخه کې ۹۲زره ښځې، د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې ۱۴زره مېرمنې او یو شمېر نورو برخو کې هم مېرمنې خپلې دندې ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA