ads

غزه کې د اوربند غځولو هڅې؛ د بندیانو د تبادلې لړۍ دوام لري

اسرائیلو تېره ورځ دېرش نور نیول شوي فلسطینان خوشې کړي دي

کامران احمدزی
10 لیندۍ 1402
غزه کې د اوربند غځولو هڅې؛ د بندیانو د تبادلې لړۍ دوام لري

د اسرائیلو د زندانونو چارو مسوولینو ویلي چې دا چاره یې د غځول شوي اوربند د هوکړې له مخې کړې ده.

بل لورته بیا حماس هم ویلي چې تېره ورځ یې لس اسرائیلي برمته شوي خوشې کړې دي، چې دوه یې روسي الاصله اسرائیلیان دي.

په همدې حال کې تېره ورځ د یادو لورو ته ترمنځ اوربند د لنډې مودې لپاره غځول شوی، خو امریکا وايي چې د دوی ترمنځ د اوربند غځولو هڅې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین چې منځني ختیځ ته په سفر وتلي وايي، اسرائیلو ته یې ویلي چې د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره رغنده ګامونه واخلي.

نوموړي په تل ابیب کې خبریالانو ته ویلي چې اوس مهال ټول تمرکز پر دې دی، چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام وشي او غزې ته مرستې ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي چې غزې ته رسېدلې مرستې بسنه نه کوي او په کار ده چې د نورو مرستو رسوولو لپاره اوربند وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA