ads

شمال زون کې لسګونه نظامي تجهیزات ترمیم شوي

په شمال زون  کې د ملي دفاع وزارت اړوند، د ۲۰۹ الفتح قول اردو نږدې ۹۰ عرادې مختلف النوع نظامي وسایط ترمیم کړي دي

احمدالله ستانکزی
10 لیندۍ 1402

د یادې قول اردو مسوولین وایي، د تېرو دوو میاشتو په موده کې له ۹ شمال او شمال ختیځ ولایتونو څخه لسګونه تخریب شوي بېلابېل موټر او تجهیزات راټول کړي دي او د افغان انجینرانو لخوا رغول شوي او دا مهال د اسلامي اردو په واک کې ورکړي دي.

په شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ارکان رییس مولوي نقیب الله عزیزي وایي، اسلامي امارت د نظامي شتمنیو د ساتلو لپاره پوره ژمنتیا او هوډ لري، ترڅو د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي ټانګونه او رینجرې بېرته په اساسي دول ورغوي او د ولس د امنیت سربېره په نورو برخو کې ترې ګټه واخیستل شي.

« په تېرو دوو میاشتو کې مو د افغان انجینرانو لخوا په ډېرو کمو امکاناتو باندې ۹۰ عرادې مختلف النوع وسایط ترمیم کړي او د استفادې وړ مو ګرځولي دي، چې په دې وسایطو کې ۴۰ هاموې او ۱۴ ضربتي ټانګونه دي، ۲۹ انټرنېشل موټر دي، درې غټ کرېنګونه دي او څلور عرادې فور کلیپونه دي»

ورته مهال د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند مولوي صدیق الله نصرت وایي، دغه نظامي وسایط په تېر جمهوري حکومت کې د جګړو پرمهال ویجاړ او د مسوولینو د نه پاملرنې له کبله خراب شوي و، چې اوسمهال د یادې قول اردو د لوژیستیکي څانګې د مسلکي انجینرانو لخوا په معیاري ډول ورغول شوه.

« دا هغه جوړ شوي ثقیله او نظامي نقلیه وسایط دي، چې په تېر جمهوریت کې تخریب شوي و او یا په پارکونه کې خراب ولاړ و، د ۲۰۹ الفتح قول اردو په خاصه توجه باندې افغان مسلکي انجینران وتوانېدل، چې ټول هغه عریضه دار ضربتي، هاموې او انټرنېشنل موټر دې ورکشاپ ته راولي او ترمیم یې کړي»

بلخوا د یادې قول اردو یو شمېر تخنیکي انجینران وایي، د هر ډول غټو او وړو نظامي وسایطو د رغولو  وړتیا لري او کولای شي، چې د ټولو ملي شتمنیو د رغښت او سمبالښت چارې پرمخ یوسي.

په ۲۰۹ الفتح قول اردو کې د لوژیستیکي برخې مسلکي انجینر بهادر فاروقي وایي، ترمیم کړي تجهیزات یې په داسې معیار جوړ کړي دي، چې تر اوږده مهاله پورې د اړتیا پر وخت د ملي اردو نظامیان ترې ګټه اخیستلی شي.

« دا موټر چې تاسو وینئ موږ ترمیم کړي دي، چې دا موټر هاموې، ضربتي، انټرنېشنل، کرېنګونه او بېلدوزر مو فعاله کړي دي، کوم ځای ته چې وظیفې ته ځي کولای شي، چې ولاړ شي او بېرته راشي، موږ څه باندې دوه زره موټر ترمیم او استفادې وړ ګرځولي دي»

په شمال زون بلخ ولایت کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له لوري، په تېرو دوو کلونو کې ۲۵۰۰ عرادې هاموې او ضربتي ټانګونه او دغه راز رینجرې، انټرنشنل او ټیلري باربري موټرونه د افغان انجینرانو پرمټ ترمیم او بیارغول شوي دي.

د مالوماتو له مخې؛ دامهال په یاده قول اردو کې نږدې ۳۰۰۰ زره عرادې نوي او ترمیم شوي فعاله نظامي وسایط او تجهیزات موجود دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA