ads

سلام حنفي: اسلامي امارت ته باید په ټولو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي

اسلامي امارت یو وار بیا په نړیوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه کړې ده

کامران احمدزی
10 لیندۍ 1402
سلام حنفي: اسلامي امارت ته باید په ټولو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا او د دغې استازولۍ مرستیال ډانیل انډریس سره په کتنه کې ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان، نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له لوري چې د افغانستان په اړه هره غونډه جوړیږي، باید سرپرست حکومت ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

هغه دغه راز له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو را اېستلو  د بشري حقونو خلاف عمل بللی او ویلي یې دي چې د دوی د شتمنیو د انتقال حق په اړه باید پاکستان د بشري حقونو رعایت ته وهڅول شي.

په همدې حال حال کې ډانیل انډریس ویلي چې د یوناما او د کډوالو ستونزو د رسېدو لپاره د اسلامي امارت د کمېټې ښه همغږي د دې سبب شوې چې د کډوالو ستونزه په ښه ډول مدیریت شي.

اسلامي امارت په داسې حال کې یو وار بیا په نړیوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه کوي چې تازه د اقلیم بدلون په اړه جوړې شوې غونډه کې هم د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA