ads

د کانونو او پترولیمو وزارت: نږدې راتلونکې کې به افغانستان د نفتو صادرونکي هیواد وي

د کانونو  او پترولیم وزارت مسوولین وايي چې  د تیلو او ګازو د استخراج په برخه کې هڅې روانې کړې دي

صنم وزیري
10 لیندۍ 1402
د کانونو او پترولیمو وزارت: نږدې راتلونکې کې به افغانستان  د نفتو صادرونکي هیواد وي

 د دغه وزارت ویاند همایون افغان کلید ته خبرو کې وویل چې د نفتو په برخه کې ۱۷ څاګانې فعالې دي او له دې سره به لس سلنه اړتیا پوره شي.

نوموړی وايي:«  اوس موږ د نفتو ۱۷ فعالې څاګانې لرو چې د ورځې  ۸ سوو بیلرو په شاوخوا کې نفت ترې استخراج کیږي او همدارنګه به د نفتو  لس نورې څاګانې هم فعالې شي چې د ورسره به د نفتو استخراج کچه لوړه شي.»

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د یادو حوزو د کشف، استخراج وروسته به هیواد د نفتو او ګازو له پلوه پر ځان بسیا شي او راتلونکې کې به د تیلو د صادرونکو هیوادو په لسټ کې هم شامل شي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي که  افغانستان خپله  نفتو او ګاز استخراج کړي نو دغه چاره به په بازار کې د یادو موادو نرخونه هم راتیټ کړي او ورسره به په راتلونکي کې د نفتو او ګازو د تولیدونکي هیواد  سربیره  پر یوه صادرونکي هیواد هم بدل شي.

 د اقتصادي چارو شنونکي سید رحمان عمران او شبیر بشیري يې په اړه وايي:« په هیواد کې د نفتو او ګازو تولید کولی شي  په بازار کې د نرخونو په کنټرول او راټیټولو کې مرسته وکړي. همدارنګه له دې لارې د هیواد عایدات هم ډیریږي او د  بریښنا  ستونزه هم له منځه ځي؛ ځکه له نفتو څخه کولی شو چې بریښنا هم تولید کړو.»

«  دا چې افغانستان په خپله ګاز او نفت تولیدوي دا یو ښه زیری دی، په نږدې راتلونکي کې به د تولید سربیره د نفتو صادرونکی هیواد هم شي.»

مسولین وايي دا چې افغانستان د نفتو او ګازو له اړخه یو بډایه هیواد دی؛ خو په تیرو څو کلونو کې له یادو زخیرو څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته شوې.

دوی وايي، هڅه یې داده چې له شبرغان څخه تر مزار پورې د ګازو پایپ لاین وغځول شي او په یاده سیمه کې د ګازو نورې  څاګانې هم کشف شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د بهرنیو چد بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي  د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې د پلاوي سره په یوه ناسته کې ویلي چې افغانستان د تېلو تولیدونکو هېوادونو په قطار کې شامل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA