ads

د اقلیم بدلون غونډه؛ ځپل شویو هېوادونو سره ۴۲۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان شوه

د اقلیم بدلون په نړیواله غونډه کې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه شوې

کامران احمدزی
10 لیندۍ 1402
د اقلیم بدلون غونډه؛ ځپل شویو هېوادونو سره ۴۲۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان شوه

د ملګرو ملتونو  د راپور له مخې، د دغو مرستو لویه برخه ژمنه کوربه هېواد متحده عربي اماراتو کړې چې سل میلیونه ډالره ده.

په همدې حال کې بریتانیا ۷۶ او امریکا بیا ۱۷ نیم میلیونه ډالره ژمنه کړې ده.

دغې ناستې ته د متحده عربي اماراتو د تیلو د ولتي شرکت رییس سلطان الجابر ویلي ویلي، د تیلو او ګازو یو شمېر لوی شرکتونه ژمن دي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې چاپیریال ته د میتان ګازو استخراج صفر ته راښکته کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د ژمنه شویو مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ویلي چې نړۍ په ریښتینې مانا د اقلیم له سقوط سره مخ ده او په کار ده چې په دې برخه کې د ټولو په همکارۍ جدي هڅې وشي.

د یادونې وړ ده چې دا ناسته تېره ورځ په دوبۍ کې پیل  شوه، چې د ډسمبر میاشتې تر دولسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA