ads

جلال اباد ښاروالي: د تېر کال په پرتله عواید زیات شوي

د جلال اباد ښاروالۍ وايي، سږکال یې د تېر په پرتله زیات عواید راټول کړي او تمه لري چې د کال تر پایه به نور هم زیات شي

نصرت الله بابکرخېل
10 لیندۍ 1402
جلال اباد ښاروالي: د تېر کال په پرتله عواید زیات شوي

د یادې ښاروالي ویاند بختي جان مراد له کلید سره په مرکه کې ویلي چې ښاروالي په خپله کومه ځانګړې بودیجه نه لري؛ خو بیا هم دوی دمالي کال په  لومړۍ او دوهمه ربعه کې (۲۹۸) ملیونه افغانۍ راټولې کړې دي

« په اوله ربعه کې (۱۷۳) ميلونه افغاني  او دوهمه ربعه کې (۱۶۱) ملیونه افغانۍ راټولې شوې دي، په ۱۴۰۱ کال چې موږ کومه وړاندوینه کړې وه هغه (۵۵۸) میلونه افغانۍ وه، چې د سږ کال لپاره موږ د (۵۸۵) ملیونو افغانیو وړاندوینه کړې ده، تمه شته چې د مالي کال تر پایه به پوره شي.»

مراد زیاتوي، د ۱۴۰۳ مالي کال د عوايدو لوړو لپاره ښاروالۍ مشرتابه د ناحیو ټولو  امریتونو دنده سپارلې چې د عواید نوې سرچينې پیدا کړې، ترڅو یې پر مټ د نورو کلونو په پرتله دوی ډېر عوايد راټول کړي.

« ټولو ناحیوامریتونو ته دنده سپارل شوې، او اوس نه ورباندې کار روان دی، چې د عوایدو نوې سرچينې پیدا کړي، تر څو عواید ډېر ترلاسه کړو او په ښار کې پرې انکشافي او نور اړین خدمات وړاندې کړو»

بلخوا د جلال اباد ښاریان د ښاروالۍ  له وروستيو اقداماتو خوښ دي او له مسؤولینو  غواړي، چې د ښاري ښکلا ترڅنګ دې د ښاري پراختیا برخې ته هم جدي پام وکړي.

 د جلال اباد ښار اوسېدونکي فواد وايي:

« په تېرو شلو کلونو کې چا دا بندې کوڅې نشو خلاصولی خو دوی خلاص کړې، د ښار په مختلفو برخو کې سړکونه او پارکونه جوړ شول؛ خو موږ هیله لرو، چې دوی خپلو چارو ته همداسې دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له حاکمېدو وروسته د جلال اباد ښاروالۍ  له لورې  په ښار کې ګڼې پورژي پلې شوي، چې ښاریان تر خوښ او د لا دوام هیله  یې لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA