ads

بلال کریمي چین کې د اسلامي امارت د رسمي سفیر په توګه دنده پیل کړه

چین هېواد د اسلامي امارت د نوي سفیر اسدالله بلال کریمي باور لیک ومانه

کامران احمدزی
10 لیندۍ 1402
بلال کریمي چین کې د اسلامي امارت د رسمي سفیر په توګه دنده پیل کړه

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هونګ لې دا یو مهم ګام بللي او زیاته کړې یې ده چې چین د اسلامي امارت پرېکړو ته درناوی لري.

هغه ویلي، دوی له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي، خو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه غواړي.

د لې په خبره، چین به د يوې لارې او یو کمربند په چوکاټ کې افغانستان سره په اقتصادي او زيربنايي پروژو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې چین کې نوي افغان سفیر بلال کریمي ویلي، هڅه کوي چې د کابل او بیجنګ ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

هغه یو وار ویلي، په سیمه کې امنیت او ثبات د ټولو په ګټه دی او د افغانستان خاوره د هیچا لپاره خطر نه دی.

کریمي دغه راز په افغانستان کې د چین  له پانګونې هم یادونه کړې او ویلي یې دي چې اوسني امنیت ته په کتو باید چین په افغانستان کې لا زیاته پانګونه وکړي.

د یادونې ده چې بلال کریمي تر دې وړاندې د اسلامي مارت د مرستیال ویاند په توګه دنده کوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA