ads

پکتیکا کې خلکو په شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی

د پکتیکا د یحیی خېل ولسوالۍ اړوند په غیبي خېلو سیمه کې، د ځايي خلکو او د دې ولسوالۍ یو شمېر مسافرو په خپل شخصي لګښت د ښوونځي لپاره وداني جوړه کړې ده

بصیر یاد
9 لیندۍ 1402
پکتیکا کې خلکو په شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی

د دغه ولسوالۍ یو قومي مشر حکیم جان وايي، شاوخوا ۲ زره زده کوونکي له سرپناه پرته په غیبي خېل عالي لیسه کې زده‌کړې کوي چې، د بارانونو او بادونو پر وخت یې ښوونځی تړلی وي:

«زموږ د دې مکتب د تعمیر لپاره مسافرو له موږ سره ډېر کومک وکړ، څلور لکه افغانۍ یې را ولېږلې موږ دا تعمیر پرې جوړ کړ، خدای دې یې له دوی څخه قبولې کړي او الله دې د نور خدمت وس هم ورکړي.»

د یحیی خېل ولسوالۍ د دې لیسې د اتم ټولګي یو زده کوونکی عزت خان وايي، دغه وداني د ۲ زره زده کوونکي لپاره بسنه نه کوي نو حکومت ته په کار ده چې، یوه مناسبه وداني ورته جوړه کړي:

«له قوي مشرانو او د سیمې له ځوانانو څخه مننه کوو چې، موږ ته یې تعمیر جوړ کړو او موږ له دولت څخه هم هیله کوو چې، نور صنفونه هم موږ ته جوړ کړي یوازې په دغه صنفونو کې زموږ شاګردان نه ځایېږي ځکه دغه لیسه تقریباً ۲ زره شاګردان لري. »

بل لورته د غیبي خېل عالي لیسې امر محمد حلیم تراب وايي، د ودانۍ د نشت له کبله زده کوونکو په خیمو او وچ ډاګ باندې زده‌کړې کولې چې، له ګڼو ستونزه سره مخ و.

تراب زیاته کړه، د پکتیکا په زیات شمېر سیمو کې د پوهنې په برخه کې ستونزې موجودې دي او تراوسه هېڅ پام نه دی ورته شوی:

«اکثره زده کوونکو د شنه اسمان لاندې او خیمو کې زده‌کړې کولې، ځینو بااحساسه مسافرو او د سیمې ځوانانو د خپلو خولو په نتیجه کې دوی ته تعمیر او کوټې جوړې کړې. نور مو هم له ځوانانو او دولت غوښتنه ده چې، د پاتې زده کوونکو لپاره سرپناه جوړه کړي.»

د یادونې وړ ده چې، نه یوازې پکتیکا بلکې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په خیمو او تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA