ads

ننګرهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

د ننګرهار  سمه ییز روغتون روغتیا پالان وايي،  په یاد ولایت کې  په خوار ځواکۍ  د اخته ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی

نصرت الله بابکر خېل
9 لیندۍ 1402
ننګرهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

روغتیا پالان د خوار ځواکو ماشومانو د زیاتېدو عمده لاملونه  د ولادتونو ترمنځ  فاصلې نه مراعتول، ماشومانو ته د مور شيدې نه ورکول او غربت یادوي.

د ننګرهار سمه اییز روغتون  د ماشومانو  څانګې متخصص ډاکټر نصرت الله چهارديوال وايي« په خوار ځواکۍ دماشومانو د اخته کې سببونه زیات دي؛ خو دغه دوه  یې دېر مهم دي چې یا به ماشومانو ته کافي خواړه نه رسیږي او یا به ناروغي لري.»

په ورته مهال د ننګرهار حوزوي روغتون کې د ماشومانو متخصص ډاکټر توحيد الله عزیزي  وايي، د تېرو میاشتو په نسبت اوس د خوارځواکو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

 هغه کلید ته په خبرو کې وويل«  په تېرو شپږو میاشتو کې د شدیدې خوار ځواکو ماشومانو کيسونه په ټول ننګرهار  کې (۱۸۲۳۹) تنو ته رسیږي، او د متوسطې خوار ځواکۍ شمېر ( ۹۰۷۲۲) کیسونه دي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې هغه ناروغان چې داخل د بستر کې وو شمېر یې (۱۳۱۳)   تنو ته رسيږي)

په ورته مهال هغه ميرمنې، چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته شوي وايي، د غربت له کبله  نشي کولی، چې څه ډول چې لازه مه ده خپلو بچیانو ته خواړه ورکړي او په سم ډول یې پالنه وکړي

د ننګرهار د سره رود  ولسوالۍ اوسیدونکې خاطره  چې یوه کلنه لور یې په خوارځواکۍ اخته شوې وایي، په دې وروستیو کې یې کورنۍ له دومره فقر او بې وزلۍ سره مخ شوې چې آن ډیره کله یې په مړه ګیډه ډوډۍ نه ده خوړلې.

« خاوند مې بې کاره دی کار نه لري،  له نه خوراک نه مې شیدې ورکې شوې د پوډري شیدو   د اخیستو توان مو هم نه درلود ځکه نو یوه کلنه لورې مې په خوار ځواکۍ اخته شوې وه»

بل لورته د ننګرهار د عامې روغتيا ویاند نقیب الله رحمي وايي، د دغه ولایت په سیمه ییز روغتون کې پر شدیدې خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره  د یونیسف په مالي مرسته یو مرکز پرانیستی، چې په یو وخت کې کولی شي پر خوارځواکۍ اخته شل ناروغان بستر کړي.

 نوموړی وايي، د عامې روغتیا وزارت د روغتيا نړيوال سازمان او د خوړو نړيوال پروګرام په مرسته یې په هېواد کې د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه د غني شوو شيدو او ويټامين لرونکي بیسکېټو د وېش پروګرام پېل کړى دى:« د ننګرهار په سمه اییز روغتون کې مو د یونیسف په مالي مرسته خوار ځواکو ماشومان ته یو مرکز جوړ کړی، هغه ماشومان چې ډېر شدید خوارځواکي وي او د تغذي په موادو د دوی درملنه نه کيږي دلته بستر کيږي»

د یادونې وړ ده چې د هېوادوالو د کمزوري اقتصاد له کبله نه یوازې ننګرهار؛ بلکې په ټول هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA