ads

د چاپیریال ساتنې ملي اداره: د اقلیم بدلون په غونډه کې افغانستان ته بلنه نه ورکول لوی ظلم دی

د افغانستان چاپیریا ساتنې ملي ادارې ویلي چې د اقلیم بدلون په پار نیول شوې غونډه کې د دوی نه ګډون لوی ظلم او جفا ده

کامران احمدزی
9 لیندۍ 1402
د چاپیریال ساتنې ملي اداره: د اقلیم بدلون په غونډه کې افغانستان ته بلنه نه ورکول لوی ظلم دی

یادې ادارې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان باید په دې غونډه کې له ګډون بې برخې شوی نه وی.

خبرپاڼه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، پرته له دې چې سياسي مسايل په نظر کې ونيسي بايد د افغانانو د ملاتړ لپاره سرپرست حکومت پلاوي ته په نړۍوالو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

دوی ویلي چې  سږ کال یې د دغې غونډې لپاره هر اړخيزه پلان جوړ کړي و خو د سياسي مسائلو له امله د افغانستان پلاوي ونه بلل شول.

د اقلیمي بدلون سږنۍ غونډه نن (پنج شنبه) په دوبۍ کې پیل پیل شوه، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي په کې ګډون لري

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA