ads

د اتو نورو څاګانو د نفتو استخراج پیل شو

د سرپل ولايت په امو نفتي حوزه کې له اتو نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج چارې پیل شوې.

شېرشاه عزیزي
8 لیندۍ 1402
د اتو نورو څاګانو د نفتو استخراج پیل شو

د پرانیستې په مراسمو کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ویلي چې اسلامي امارت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې چې د دې مهمې پروژې په پرانیستو سره به د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.
د نوموړي په خبره، د دې مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل کې لوی مجهز روغتون، معیاري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور هم ویلي چې د دغو څاګانو په پرانيستل کېدو سره به د قشقرې د نفتو په بلاک کې د فعاله څاګانو شمېر ۱۷ ته ورسېږي، چې په ورځني ډول به ورڅخه ۸۰۰متره مکعبه نفت استخراجېږي.
نوموړي زياته کړې، په نږدې راتلونکي کې به ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.
د آمو نفتي په حوزه کې اوسمهال ۳۵۰ انجینیران او ۵۵۰ کارکوونکي په کار بوخت دي، چې د اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به یې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA