دا لوبې به۱۲ ورځې دوام کوي او په پام کې ده چې پای لوبه یې د راتلونکې ډیسمبر میاشتې پر نهمه د دوه مخکښو لوبډلو تر منځ تر سره شي.
دا سیالۍ به د تېر کال په بڼه تر سره کېږي او هره لوبېدونکې لوبډله به بل پړاو ته د لار موندلو لپاره لږ تر لږه اووه سیالۍ کوي.
په ټي ټېن لیګ کې ټولې ۳۲ سیالۍ کېږي او د هرې لوبې لپاره ۹۰ دقیقې وخت ټاکل شوی دی.
په دغو لوبو کې به د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي د لوبډلې اړتیا ته په کتو د پیسو په بدل کې اخیستل کېږي.
د اتو لوبډلو تر منځ دا لوبې د ابو ظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې پلان شوي دي.