ads

د واخان بندر لارې جوړېدو جدي غوښتنه

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین له سرپرست حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې پر واخان بندر کار پیل او دغه لار د سوداګرو لپاره چمتو کړي.

اسلام الدین احمدي
7 لیندۍ 1402
د واخان بندر لارې جوړېدو جدي غوښتنه

دوی د واخان بندر د افغان سوداګرو لپاره غوره بدیله لار ګڼي او زیاتوي، که یاده لار ورغول شي، افغان سوداګر به خپل صادراتي مالونه په ډېره کمه او مناسبه بیه مرکزي او منځني اسیا هېوادونو ته ولېږدوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مومند په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې اسلامي امارت باید واخان بندر لارې پاتې چارې بشپړې کړي او سوداګر د ځمکې له لارې له چین سره ونښلوي.
«له اسلامي امارت څخه مو جدي غوښتنه ده چې د واخان بندر پاتې کار ژر تر ژره بشپړ کړي او موږ د ځمکې له لارې له چین سره ونښلوي. موږ څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت له چین سره واردات لرو او غواړو چې خپل صادارت هم ډېر کړو.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي رییس شېرین اغا سخي هم وویل چې افغانستان په وچه کې بند پاتې هېواد دی او بحر ته لاره نه لري، چې ډېری وخت سوداګرو د صادراتو او وارداتو په برخه کې زیانونه ویني.
هغه وویل چې حکومت باید د بدیلو لارو پیدا کېدو هڅه وکړي، تر څو د افغانستان صادارت او واردات زیات شي.
«موږ باید د دې ستونزې د حل لپاره بدیلې لارې وټاکو چې صادرات او واردات مو ښه شي، نو په همدې لحاظ د اوس لپاره تر ټولو ښه بدیل د واخان بندر دی چې د سوداګرو لپاره ورغول شي.»
یو شمېر سوداګر او په افغانستان کې د رخت، قیمتي ډبرو، غالیو او وچو مېوو ټولنې رییسان هم د واخان بندر پر رغولو ټینګار کوي او زیاتوي چې یاده لاره به د افغان سوداګرو لپاره یوه ارزانه لار وي چې خپل توکي مرکزي او منځي اسیا هېوادونو ته صادر کړي.
افغان سوداګر او د رختونو ټولنې رییس حاجي عبیدالله وویل چې د افغان سوداګرو شاوخوا څلور زره کانټینره وارداتي توکي بند پاتې دي چې تر ننه پورې یې برخلیک نه دی معلوم شوی.
«موږ سوداګرو ته د واخان بندر لار ډېر اړین او ګټور دی، خو له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه کوو چې د یاد بندر د جوړولو پر وخت منظم او داسې تړون له چین سره وشي چې وروسته د پاکستان په څېر له ستونزه سره مخ نه شو. موږ له خپلو چارواکو څخه جدي غوښتنه کوو چې د واخان بندر موږ ژر تر ژره خلاص کړي.»
سوداګر او د افغانستان د سبزیجاتو او مېوو ټولنې رییس حاجي امید حیدري هم وویل:
«د بدیلو لارو پرانستل موږ ته دا هیله راکوي چې موږ وکولي شو خپل صادراتي توکي په ډېره کمه بیه چین ته صادر کړو.»
د افغان سوداګرو له خوا د واخان بندر او نورو بدیلو لارو پرانیستلو غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې اوس هم د دوی په لسګونه کانټینره وارداتي توکي د پاکستان په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA