ads

بېوزلو او یتیمانو ته وړیا زده کړې

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د بېوزلو او یتیمانو زده‌ کوونکو لپاره يې په خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې د وړیا او نیمه وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

بصیر یاد
7 لیندۍ 1402
بېوزلو او یتیمانو ته وړیا زده کړې

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امر سبحان الله عزام وویل، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له مسوولینو سره یې تړونونه کړي او هر کورس ته به د ۱۰۰ په شاوخوا کې زده ‌کوونکي ور وپېژني:
«نن مو د خصوصي کورسونو له مسوولینو سره د غریبانو او یتیمانو، هغه زده‌ کوونکي چې د کمپیوټر او انګلیسي برخه کې د درسونو شوق لري، د دوی لپاره په تخفیف او وړیا طریقې سره د درسونو زمینه برابره کړه.»
د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر امرالله هلال، یادو ښوونیزو مرکزونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او په وینا یې چې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په هدف به هڅه وکړي چې، د دوی شته ستونزې حل کړي:
«د مستوفیت له خوا د دوی په کورسونو د لوړو مالیاتو وضع کول او دویه خبره دا چې د دوی بېلبورډونه او د لوحو نصبول دي چې ښاروالۍ له منځه وړي او یا یې زیاتې پیسې پرې وضع کړې، دوی ولس ته قرباني ورکړه. زموږ وعده دا ده چې د دوی دا ستونزې به شریکوو، څو حل شي.»
بل لور ته د دغو ښوونیزو مرکزونو مسوولین وايي، په دې وروستیو کې په هېواد کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې چې له کبله یې زده‌کړو ته د خلکو لارسرسی کم شوی چې له دې لارې به بېوزله او یتیم زده کوونکي هم له زده‌کړو برخمن شي.
په خوست کې د ښوونیزو مرکزونو دوه تنه مسوولین صدام احساس او نصرت الله همت، له بېوزلو او یتیمو زده کوونو سره د لاسنیوي ډاډ ورکوي خو له حکومت غواړي چې د لوړو مالیاتو په کمولو کې همکاري ورسره وکړي:
«موږ له ځوانانو سره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ، هغه ځوانان چې اقتصادي ستونزې لري ان شاءالله زموږ ښوونیز مرکزونه به له دوی سره همکار وي.»
«ډاډ مو ورکړی دی موږ همکاري کوو خو د دې ترڅنګ د حکومت له طرفه مالیې وضع کېږي او ورځ تر بلې لوړیږي، نو غوښتنه مو دا ده چې دوی دغې برخې ته پوره توجو وکړي.»
په خوست کې په بېلابېلو برخو کې زیات شمېر خصوصي ښوونیز مرکزونه فعالیت کوي، خو د اقتصادي ستونزو په زیاتېدو سره یې ځينې تړل شوي او یو شمېر نور د تړل کېدو په حال کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA