د ټیکنالوژیکي خبرونو او معلوماتو له مخې هواوې شرکت پلان لري چې ډیر ژر نوی نووا 12 موبایلونه بازار ته وړاندې کړي، د دې موبایل په اړه تازه خپاره شوي معلومات ښیي چې د دې موبایل ډیزاین څنګه شوی دی.
د دې موبایل د ډیزاین په اړه یوې باوري سرچینې ویلي چې د دغه موبایل په وروستني برخه کې درې کامرې او د LED حلقوي څراغ شته.
له نوا 11 ماډل سره د دې موبایل ورته والي کې، موږ کولی شو د دغه موبایل شاوخوا د لوی طلایی حلقې سره د کامرې شتون په ګوته کړو، خو په ټوله کې،د کوچنیو کامرو ترتیب کې سره توپیر لري او د بندولو او روښانه کولو تڼۍ دیاد موبایل په باندې برخه کې ده. خپاره شوي خبرونه ښیي چې Huawei په نووا 12 ماډل کې د ګوتو نښې سکینر سره د OLED سکرین کارولی دی.
د پخوانیو معلوماتو له مخې، دهواوې شرکت نووا 12 کورنۍ درې ماډلونه لري او شاید د دوی په منځ کې د نووا 12 پرو ماډل هم شامل وي. همدارنګه د نووا 12 ماډل به لومړی ماډل وي چې د 5G پروسیسر سره سمبال شوی او کولي شي د انټرنیټ 5G سرعت هم وکاروي.
د نووا 12 ماډل موبایلونه د چټګ چارج کولو ملاتړ کوي او په ورته وخت کې، په نووا 11 ماډل کې د 67 واټ چارج کولو ټیکنالوژي کارول شوی. همدارنګه د نووا موبایلونو په دې لړۍ کې موږ به د هغې د ورستني کامرې او سیلفي کامرې پرمختګ او نورې ځانګړتیاوې هم وګورو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ