نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې عملیات یې بریالي وو او هیله لري چې بېرته خپلو لوبو ته را وګرځي.
په همدې حال کې افغان کرکټ بورډ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د راشد خان عملیات د انګلستان په یو روغتون کې شوي، چې اوس یې روغتیا د ډاډ وړ ده.
د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، نوموړي ته د ډاکټرانو د لنډې مودې لپاره د ارام توصیه کړې او ژر به بېرته خپلو لوبو ته راوګرځي.
راشد خان په داسې حال کې د ملا عملیات کوي چې په نږدې راتلونکي کې د ده په مشري افغان لوبډله له هند سره درې شل اوریزه سیالۍ لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ